ژبه

د ارغنداب تړل شوي ټول ښوونځي بيا پرانيستل شول

کندهار ښار (پژواک، ٨ وږى ٩١): د قومي مشرانو او خلکو په زيار د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ يو شمېر هغه ښوونځي، چې په تېرو کلونو کې د ناامنيو او ځينو ستونزو له امله تړلي پاتې وو، يو ځل بيا پرانيستل شول او نور دغلته يو تړلى ښوونځى هم نشته.

 په دې اړه د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د يوه پلاوي په ملتيا دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ، له ولسوال حاجي شاه محمد احمدي او د هغه ځاى له قومي مشرانو سره يې وليدل.

 ډاکټر توريالي ويسا د ارغنداب له قومي مشرانو او خلکو مننه وکړه، چې د بندو ښوونځيو په بيا پرانيستلو کې يې زيار ايستلى او د خپلو ماشومانو پر مخ يې د زده کړې ور پرانيستى دى.

 هغه د نورو ولسواليو پر قومي مشرانو او اوسېدونکو غږ وکړ، چې د ارغنداب په څېر د خپلو ولسواليو تړل شوي ښوونځي پرانيزي او د پوهې د دښمنانو پر وړاندې ودرېږي.

 نوموړي زياته کړه، وسلوال مخالفين دې هم په خپلو ليکو کې هغو عناصرو ته ځاى نه ورکوي، چې غواړي ښوونې او روزنې ته ګواښ پېښ کړي، ځکه پوهنه د هرې ټولنې لومړنۍ اړتيا ده.

 والي د ولسوالۍ له ادارې او خلکو وغوښتل، چې په پرانيستل شويو ښوونځيو کې دې د هلکانو ترڅنګ د نجونو شمېر زيات کړي، ترڅو دغلته د ښځينه ډاکټرانو، ښوونکو او نورو کمى پوره شي.

 د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي په دې ليدنه کې د دغې ولسوالۍ د امنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې اوسمهال دغلته امنيت ډېر ښه شوى او د حکومتوالۍ او بيارغونې په برخه کې د پام وړ کارونه شوي دي.

 هغه وويل، که څه هم د دغې ولسوالۍ ټول تړل شوي ښوونځي بيرته پرانيستل شوي، خو د ښوونځيو د احاطې د دېوالونو، درسي موادو او کتابونو په برخه کې لا هم له ستونزو سره مخ دي.

 نوموړي په ارغنداب کې د پوهنې د بهير د لا پياوړتيا په موخه د پوهنې وزارت د مرستو غوښتنه وکړه.

 د کندهار د عالي دارالمعلمين رييس احمد نبي خان وويل، پلان لري، ترڅو په نږدې ورځو کې په دې ولسوالۍ کې د دارالمعلمين څانګه پرانيزي، چې په دې برخه کې وار دمخه په لسګونو د دولسم ټولګيو فارغينو نوم ليکنه کړې ده.

 هغه زياته کړه، سږ کال به دارالمعلمين په يوه موقتي ودانۍ کې پرانيزي، خو د راتلونکي کال لپاره به همدغلته د ښوونکو په ښارګوټي کې په ١٥ جريبه ځمکه کې مجهزه ودانۍ جوړوي، چې په لابراتوار، کتابتون او انټرنيټ به سنبال وي.

 ارغنداب د کندهار ولايت شمال لوري ته موقيعت لري، د دغې ولسوالۍ په تشکيل کې ٢٤ ښوونځي شتون لري، چې ډېر يې د کلونو کلونو لپاره د ناامنيو له امله تړلي پاتې وو.

 

 

ورته موضوع