ژبه

په خوست کې په پردۍ ژبو د ليکل شوو لوحو د لرې کولو کمپاين پيل شو

خوست ښار (پژواک ١٣ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د خوست د اطلاعاتو او کولتور رياست، د امنيه قوماندانۍ په مرسته په دغه ولايت کې په پرديو ژبو د لوحو د لرې کولو کمپاين پيل کړ.

دغه کمپاين نن (د وږي ١٣مه) سهار مهال پيل شو، چې د چارواکو په وينا، تر راتلونکو څو ورځو پورې به دوام ولري.

د خوست د اطلاعاتو او کولتور رياست د فرهنګي چارو مسوول نجيب الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه کمپاين له پيلولو څخه يې موخه د ولسمشر کرزي د وروستي فرمان پلي کول دي.

د هغه په وينا، د پيل شوي کمپاين په ترڅ کې يې د خوست ښار په يو شمېر مارکېټونو کې هغه لوحې لرې کړې، چې په پرديو ژبو ليکل شوې وې.

نوموړي زياته کړه، چې دوی خلکو ته دا سپارښتنه هم وکړه، چې که له دې وروسته کومه لوحه ليکي، بايد د هېواد په رسمي ژبو، چې پښتو او دري دي، وليکل شي.

نجيب زياتوي: ((دغه کمپاين به تر هغې په ښار کې روان وي، چې ټولې په پرديو ژبو ليکل شوې لوحې مو نه وي لرې کړي.))

خوست ښاريان د دولت په دغه ګام خوشاله دي، د لعل ګل په نوم د خوست ښار يو دوکاندار، چې پوليسو يې په انګليسي ژبه ليکل شوې لوحه راوغورځولې، پژواک اژانس ته وويل: ((زه وياړم، چې دولت مو زما د دوکان په پردۍ ژبه ليکل شوې لوحه لرې کړه، خو دا کار بايد په ټولو عملي شي.))

نوموړی زياته کړه، چې دوى به هڅه وکړي، څو له دې وروسته خپلې لوحې د هېواد په رسمي ژبو وليکي.

د خوست ښار يو بل دوکاندار خان ولي هم پژواک اژانس ته وويل، خوښ دی، چې دولت په خوست ښار کې په پرديو ژبو ليکل شوې لوحې لرې کوي.

خو نوموړی وايي، دولت ته په کاره ده، چې يوه داسې تګلاره جوړه کړي، چې خلک پرته له زور او فشار څخه لوحې او يا نور څه په خپلو ژبو وليکي.

ورته موضوع