لښكرګاه (پژواك ۱۳وږى ۹۱): چارواكي وايي، ډېر ژر به په هلمند كې د اداري فساد پر وړاندې هڅې پيل او په كې ښكېل كسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته د هلمند والي محمدګلاب منګل خبريالانو ته د يوې خبري ناستې پر مهال وكړې.
نوموړي وويل، چې دغه پرېكړه يې د ولسمشر حامد كرزي د ٤٥ ګڼې صادر شوي فرمان له مخې كړې او د عملې كولو لپاره يې كمېټه هم جوړه شوې، چې د ملي امنيت، امنيه قوماندانۍ، عدلي ارګانونو او د ولايتي شورا مسوولين يې غړيتوب لري.
د هغه په وينا، تر دې وړاندې يې هم هڅې كړې، چې د فساد مخنيوى وكړي، خو د دغه فرمان تر صادرېدو وروسته به په عملي ډول ياده كمېټه په كار پيل وكړي او وخت په وخت به په دې برخه كې پرېكړې كوي.
د يادې خبري ناستې پر مهال والي دا هم وويل، ډېر ژر به هغه كسان چې له وړاندې يې پر دوسيو كار شوى او يا هم پرې شك دى، محاکمه کړي او له ترلاسه کېدونکو ثبونوتو سره سم به سزا ورکړي.
منګل ومنله، چې د نورو ولايتونو او د هېواد د مركز په څېر په دغه ولايت كې هم ډېرى دولتي چارواكي، د ساختماني شركتونو مسوولين د ځمكو په غصب او نور فساد كې ښكېل دي.
نوموړي زياته كړه: ((په دې برخه كې رسنۍ هم كولاى شي، چې د يادې كمېټې له غړو څخه د اړتيا پر مهال بې له کومې ستونزې بشپړ معلومات واخلي او خپاره يې كړي.))
بلخوا تېره ورځ د هلمند په امنيه قوماندانۍ كې هم د اداري فساد د مخنيوي او د حساب وركولو په موخه هڅې پيل شوې دي.
په همدې موخه په امنيه قوماندانۍ كې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې د كورنيو چارو له وزارت څخه د څېړنو لوى رييس پاسوال عبدالمسعود راغب هم برخه اخيستې وه.
راغب وويل، چې په امنيه قوماندانۍ کې د فساد د مخنيوي كمېټه جوړيږي، چې د پوليسو ترڅنګ به استخبارات، جنايي حقوق، ښوونې او روزنې، د علماو شورا او د بشر د حقونو ادارې به يې هم غړيتوب ولري.
نوموړي زياته کړه، لومړۍ خو به دا كمېټه د پوليسو په برخه كې كار وکړي او بل به په ټولو هغو برخو كې، چې فساد ليدل كېږي خپل فعاليت غځوي.
د هغه په وينا، په دې برخه كې لاس ته راوړنې به په ټاكلي وخت خپل زون ته وركوي او هغوى به يې مركز ته لېږي.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولايت كې ځيني دولتي چارواكي، د بېلابېلو شورا ګانو غړي او د ساختماني شركتونو مسوولين په فساد كې ښكېل پېژندل شوي، خو قانون ته يې د نه سپارلو لامل بيا هم ځايي خلك خپله د لوړپوړو چارواكو په فساد كې شريكووالى په ګوته كوي.