ژبه

اووه ماين خښوونکي ووژل شول

کندهار (پژواک ١٩ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د ايساف ځواکونو په يوه هوايي بريد کې اووه ماين خښوونکي وژل شوي دي.
په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد ماين خښوونکي تېره ورځ د کندهار په ميانشين او پنجوايي ولسواليو کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې ملي اردو او ايساف ځواکونو په يادو سيمو کې د (کلک هوډ) په نوم عملياتو پر مهال دغه ماين خښوونکي په نښه کړي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ايساف له هوايي ځواکه مرسته وغوښته او پر ماين خښوونکو يې هوايي بريد وکړ، چې له امله يې په دواړو ولسواليو کې اوه ماين خښوونکي ووژل شول.
د ٢٠٥ قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډو ځواکونو د يادو عملياتو پر مهال په زابل، کندهار او اروزګان ولايتونو کې ٢٠ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
د (کلک هوډ ٥) عمليات له تېرو څو مياشتو راهيسې په سوېلي ولايتونو کې پيل شوي، چې په کې ١١ زره افغان او بهرني سرتېري برخه اخلي.
ايساف او وسلوالو طالبانو د يادې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع