لښکرګاه (پژواک ٢٨ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د يو موټر بم بريد له امله دوه تنه وژل شوي او پنځه ټپيان دي.
په هملند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان ارکان حرب سيدملوک د وږي په ٢٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن ماسپيښين شاوخوا درې بجې د ګرشک ولسوالۍ اړوند د حيدراباد په سيمه کې يو ځانمرګي هڅه کوله، چې خپل موټر بم د ملي اردو قرارګاه ته ننباسي.
د هغه په وينا، خو د ملي اردو د سرتېرو له خوا وپېژندل شو او ډزې يې پرې وکړې، چې همالته وچاوديد او له امله يې يو د ملي اردو سرتېرى او يو ملکي وګړى ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه پېښه کې د ملي پنځه سرتېري ټپيان شوي هم دي، چې دا مهال په لښکرګاه کې تر درملنې لاندې دي.
د سيدملوک په خبره، که موټر بم قرارګاه ته دننه ننوتى واى، ډېره زياته مرګ ژوبله به يې اړولې واى.
خو د وسلوالو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې په دغه پېښه کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي دي.
د هغه په وينا، د حافظ مطيع الله په نوم د هلمند يو اوسېدونکي دغه بريد ترسره کړى او موټر يې دننه قرارګاه ته دننه کړى و.