کندهار ښار (پژواک ٢٩ وږى ٩١): په کندهار کې د ملي پوځ ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان وايي، چې د ((کلک هوډ پنځم)) عملياتو په ترڅ کې تر دې دمه ٩٠ وسلوال مخالفين وژل شوي او له څلور سوه کړۍ څخه زيات ماينونه کشف او شنډ شوي دي.
د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان ډګروال عبدالحميد دغه څرګندونې نن (د وږي ٢٩مه) د ولايت مقام د غونډو په تالارکې د اوونيزي امنيتي شورا ګډونوالو ته د خبرو پر مهال وويل، چې د کلک هوډ پيل شوي عمليات يې خورا زيات بريالي وو او په پام کې ده چې دغه عمليات سبا پاى ته ورسېږي.
د کلک هوډ پنځم په نوم دغه عمليات نږدې يوه مياشتې وړاندې د کندهار او زابل په ولايتونو کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو په مشرۍ پيل شوي، چې پر مهال يې ګڼ شمېر سيمې د مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې.
نننۍ امنيتي غونډه د تل په څېر د کندهار د والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ جوړه شوې وه، چې په کې د ملي پوځ، ملي پوليسو، ملي امنيت، ايساف، څارنوالۍ او يوناما مشرانو او استازو برخه اخيستې وه.
د کندهار والي توريالي ويسا په غونډه کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو لخوا شوي فعاليتونه او د هغوى لاسته رواړنې وستايلې او پر هغو پېښو چې د تېري اوونۍ په اوږدو کې شوې وې او په بېلابېلو سيمو کې يې غبرګونونه راپارولي وو، خبرې وکړې.
هغه زياته کړه، چې افغان ملي امنيتي ځواکونه په ډېر مهارت او ځواکمنتيا سره توانېدلي چې د مخالفينو د ټولو شومو پلانونو او اعمالو مخه ونيسي او خپلو خلکو او وطنوالو ته يو سوله ييز او پياوړى افغانستان رامنځ ته کړي.
نوموړي همداراز امنيتي ځواکونو ته دنده وسپارله چې د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې د کسانو په جلب او جذب کې دې لا ډېر محتاط و اوسي د کميت ترڅنګ دې پر کيفيت هم زيات کار وکړي؛ ځکه د ده په خبره، چې بې کيفيتيو په وروستيو کې زياتې ستونزې رامنځ ته کړې دي.
د کندهار والي په نننۍ امنيتي جلسه کې امنيتي ارګانونو ته همداراز سپارښتنه وکړه، چې په ترنک فارم کې د پوځي تطبيقاتو او انداختونو مخه ونيسي؛ ځکه چې دلته به څه موده وروسته د افغانستان د کرنې پوهنتون جوړيږي او نه ښايي چې دغه ډول تطبيقات هم په همدې سيمه کې وشي.
د کندهار د ملي امنيت رييس ډګروال عيسى محمد په غونډه کې د راپور ورکولو پر مهال وويل، چې منسوبينو يې د اوونۍ په اوږدو کې لس خپلواک او درې ګډ عمليات کړي چې په پايله کې يې د مخالفينو د دوو تنو ګروپي قوماندانانو په ګډون چې په پنجوايي، ژړۍ او ميوند ولسواليو کې يې فعاليتونه کول ٩ وسلوال نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې ٤٤ کيلوګرامه ترياک، دوه عرادې موټر، ٢٢٠ د هاوان سرګلولې، تبليغاتي پاڼي او ٢٣ کړۍ ډول ډول ماينونه هم د دوى منسوبينو ته په لاس ورغلي دي.