ژبه

د شپږ  طالب قوماندانانو د وژلو خبر ورکړل شو

لښکرګاه ( پژواک ٣١ وږى ٩١ ) : افغان او نړيوالو ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې د شپږو مهمو طالب قوماندانانو د وژلو خبر ورکړى دى.

افغان او ايساف چارواکي وايي، چې ياد قوماندانان  په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هلمنداو بلخ ولايتونو کې وژل شوي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ د وږي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې وړمه شپه ايساف ځواکونو په خانشين ولسوالۍ کې ديوه  هوايي بريد په ترڅ کې درې مهم طالب قوماندانان وژلي  دي.

هغه زياته کړه ، چې په دې عملياتو کې يو  وسلوال طالب په ټپي حالت کې نيول شوى او له دوى څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

فرهنګ دغه راز وويل ، چې پرون په ناوې ولسوالۍ کې د ملا ياسين او حضرت محمد په نومونو دوه طالب قوماندانان د ايساف په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

بلخوا دايساف لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې ګډو ځواکونو پرون د بلخ ولايت   په بلخ ولسوالۍ کې د ملا نعيم په نامه يو طالب قوماندان وژلى دى.

وسلوالو طالبانو که څه هم ددې پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو ددوى ويندويانو هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعاوې کړې دي.