لښکرګاه ( پژواک ٣١ وږى ٩١ ) د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې پنځه عام وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ وياندفريد احمد فرهنګ د وږي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا چاودنه نن غرمه ددولس نيمو بجو په شاوخوا کې د ناوې ولسوالۍ د دشت په سيمه کې د ملکي وګړيو پر يوه سراچه موټر شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې د ګرمسېر ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي لښکرګاه ته روان وو، چې په ياده سيمه کې يې پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.
فرهنګ وويل ،چې په دې چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي ، ۷ ټپيان دي او سراچه موټر هم په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
دامنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټپيان د لښکرګاه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وينا، دا ماين د وسلوالو مخالفينو لخوا ځاى پر ځاى شوى و، خو وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو او وسلوالو مخالفينو لخوا دعامو وګړيو د وژلو لړۍ تېزه شوې ده.
تېره ورځ د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې پنځه عام وګړي ووژل شول او څو ورځې مخکې د ايساف په هوايي بمبار کې د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې اته عام وګړي وژل شوي و .
د ملګرو ملتونو دراپور له مخې، د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې څه دپاسه ١١سوه عام وګړي وژل شوي او نږدې دوه زره نور ټپيان دي.
دغې نړيوالې ادارې ويلي، چې عامو وګړيو ته ډېرى مرګ ژوبله د وسلوالو طالبانو لخوا اوښتې، خو طالبانو دا راپور رد کړى دى.