کندهار (پژواک ١٥ تله ٩١): په کندهار کې د سرې مياشتې د مرستندويې ادارې مشر وايي، د دغه ولايت نيمايي نفوس په داسې حال کې د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې د بېوزلۍ او بې روزګارۍ د مخنيوي لپاره هېڅ طرحه او پلان نشته.
د کندهار د افغاني سرې مياشتې مسوول ډاکتر احمدالله احمدي دغه څرګندونې نن (د تلې ١٥مه) د دغه ولايت له بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو د وېش پر مهال وکړې.
د سرې مياشتې مرستندويه ټولنې نن د کندهار له ٤٤٠ تنو کونډو او بېوزلو مېرمنو سره د يوه يوه پارسل اوړو مرسته وکړه، چې د يوه هغه ارزښت يې ١١٠٠ افغانۍ کېږي.
ډاکتر احمدالله احمدي وويل، دا يوه ناڅيزه مرسته ده او هغو بېوزله مېرمنو ته ورکړل شوه، چې د تېرې روژې په مياشت کې يې دغه دفتر ته مراجعه کړې وه.
هغه زياته کړه: ((د هېواد د نفوسو يو پر درې برخه بېوزلۍ او غربت ځپلي دي، خو په کندهار کې بيا دا کچه لوړه ده او دلته نيم وګړي د غربت تر کرښه لاندې ژوندي کوي.))
د کندهار ټول نفوس شاوخوا ٢ ميليونه اټکل شوى، چې په دې توګه يو ميليون يې له فقر سره لاس او ګرېوان دي.
د سرې مياشتې رييس په کندهار کې د فقر د کچې د ټيټوالي لامل په دې سيمه کې د هېواد د نورو برخو په پرتله جګړه، بې روزګاري او نورې ستونزې يادې کړې.
دى وايي، د دوى د ادارې امکانات ډېر محدود دي، خو بيا يې هم بېوزله هېوادوال نه دي هېر کړي او د هغوى لاسنيوى يې کړى دى.
هغه ټينګار وکړ، چې مرستندويه ادارې، خيريه ټولنې او شتمن هېوادوال بايد لاسونه سره يو او خلکو ته دې د کار زمينې برابرې کړي، تر څو په کندهار کې د بېوزلۍ کچه ټيټه شي.
خو پوښتنه دا ده، چې ايا مرستندويه او خيريه ټولنې په رښتيا هم د غربت د کمولو او له بېوزلو خلکو سره د مرستو په موخه جوړې شوې دي؟
ډېرى وګړي وايي، که څه هم په کندهار کې له بېوزلو سره د مرستې په نوم بېلابېلې ټولنې شتون لري، خو دغه راز ټولنې يوازې له بهرنيو څخه د پيسو د ترلاسه کولو په موخه جوړېږي.
په کندهار کې د يوې مرستندويې ټولنې مشرې فهيمې رحمتي پژواک اژانس ته وويل، يو شمېر کسان د مرستو د جلب او د فساد د له منځه تلو په موخه په بېلابېلو نومونو مرستندويه ټولنې جوړوي.
د هغې په خبره، ټولنه يې له نورو هغو سره په توپير له سرې مياشتې رياست سره په ګډه کار کوي، چې له غريبو مېرمنو سره يې نننۍ مرسته پيل دى.
دا وايي، دا مهال زرګونه مېرمنې ورڅخه د کارموندنې او مرستې غوښتنه کوي او هڅه کوي، چې د مرستو ترڅنګ مېرمنو ته روزګار هم پيدا کړي.
د نننۍ مرستې د ترلاسه کولو لپاره راغلو ګڼو مېرمنو هم ويل، چې د خوراکي او نا خوراکي توکو مرستې د دوى درد نه شي دوا کولى، بلکې هغوى ته دې کار او روزګار ولټول شي.
د نجيبې په نوم يوې ځوانې ښځې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکې ده، مېړه يې هيروييني دى او د ماشومان ساتنه دې ته ور په غاړه دي.
هغې زياته کړه: ((کله چې مرسته راسره وشي، نو يو څو ورځې مو ښې تېرې شي، خو چې مرسته خلاصه شي په ځان پورې حيران يو چې څه وخورو، داسې ډېرې ورځې راغلې، چې خپلو ماشومانو ته مې په اوبو کې وچه ډوډۍ لنده کړې ده.))
د نوموړي په وينا، تر کومه به د يوه او بل په مرستو شپې او ورځې تېروي، حکومت او نورې مرستندويه ټولنې دې غريبو کورنيو ته روزګار برابر کړي، ترڅو هم کار وکړي او هم خپلو ماشومانو ته ډوډۍ وګټي.
په کندهار کې له يوې خوا له لويه سره درې لسيزو جګړو د غربت او فقر کچه لوړه کړې، نو له بل پلوه د تېرو لس کلنو جګړو له امله هم ګڼې کورنۍ له ولسواليو او ان له نږدې ولايتونو کندهار ښار ته کډوالې شوې دي.
دغو زرګونه کورنيو په خپلو ولسواليو کې خپلې کروندې او باغونه پرې ايښي او په کندهار ښار کې په بېوزلۍ کې ژوند تېروي.