کندهار ( پژواک ٢٠ تله ٩١ ) : د کندهار ښار په څلورمه ناحيه کې زامنو خپله مور په چړو وهلې او وژلې ده.
په کندهار کې د ميرويس روغتون يوه ډاکټر، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د تلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، هغوى ته د پاخه عمر يوه مېرمن په ټپي حالت کې وروړل شوې، چې په نس، ملا او اوږو کې په چاړه او چاقو ډېره زياته وهل شوې وه.
دغه ډاکټر زياته کړه، هغوى د دغې مېرمنې د ژوند ژغورلو زياته هڅه وکړه، خو بريالي نه شول او بالاخره يې ساه ورکړه.
د هغه د معلوماتو له مخې، د ښځې خپلوانو ورته ويلي، چې دوو زامنو د کورني تاو تريخوالي په پايله کې پر خپلې مور د چاقو او چاړې مرګوني وارونه کړي او هغه يې دغه حال ته رسولې ده.
د څلورمې ناحيې د کارته معلمين اوسېدونکى او د دغې کورنۍ ګاونډى عبدالستار وايي، چې وژلې شوې مېرمنې خاوند نه درلود او په يوه کور کې يې له خپلو سکه او ناسکه زامنو سره يو ځاى ژوند کاوه.
د ده د معلوماتو له مخې، د هغوى په کور کې به تل د مور، زامنو او نږور تر منځ جنګ جګړې وې او ژوند يې ډېر تريخ و.
دى وايي، زامنو د همدې تاوتريخوالي په پايله کې خپله مور په چړو وهلې او وژلې ده.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته پېښه ومنله او ويې ويل، چې دغه موضوع د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د مبارزې ادارې له خوا تر څېړنې لاندې ده.
دى وايي، پوليسو د خپلې مور د وژلو په تور د هغې ناسکه زوى له درېيو تنو نورو سره يو ځاى نيولى دى.
هغه زياته کړه، نيول شوي ځوان منلې، چې خپله ميره مور يې په چاړه وهلې او وژلې ده.
فيصل د پېښې په اړه نور جزيات ور نه کړل، خو ويې ويل، چې دا د کورني تاو تريخوالي پايله ده.
په کندهار کې د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون وايي، تر دې مهاله په دې اړه ورته چا شکايت نه دى کړى.
د کندهار د ښځو چارو رييسې هم د پېښې په اړه ناخبري وښودله، خو ويې ويل، چې د موضوع اړوند به لازم اقدام وکړي.
په کندهار کې که څه هم د تاوتريخوالي پېښې زياتې دي، خو دا د خپلې بڼې لومړۍ پېښه ده، چې زامن خپله مور په چاړه وژني.