ژبه

لسګونه ميله وسلې د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې

لښکرګاه (پژواک ۲۳ تله ۹۱): د هلمند د امنيه قوماندانۍ چارواکو ۱۱۴ ميله سپکې او درندې وسلې د ملي دفاع وزارت د ډاياګ پروګرام ته وسپارلې.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام د تلې په ۲۳ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې وسلې له يوې امنيتي کمپنۍ او په بېلابېلو عملياتو کې د دولت له وسلوالو مخالفينو څخه  نيولې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په يادو وسلوکې يې ۸۳ ميله له يوې امنيتي کمپنۍ څخه، چې د لښکرګاه – سنګين ولسوالۍ د سړک د ساتنې مسووليت يې درلود، تر لاسه کړې دي.

د هغه په وينا، ۳۱ ميله سپکې او درندې وسلې پوليسو په تېرو درېيو مياشتو کې په ترسره شويو عملياتو کې نېولې دي، چې نن يې د ملي دفاع وزارت د ډاياګ پروګرام ته وسپارلې.

قوماندان وايي: ((له امنيتي کمپينو د وسلو راټولولو څخه يې موخه د امنيت  ټينګښت دى، ځکه چې له دې وسلو څخه  کله کله خپلسري وسلوال په غلاوو او جنايي جرمونو کې کار اخلي.))

د ده په خبره، هڅه يې دا ده، چې د پلټنو او عملياتو په پايله کې ټولې ناقانونه وسلې ټولې او هغه کسان، چې اړتيا لري د خپل امنيت په موخه شخصي وسله ولري، د هغوى وسلې به د يو پروګرام له مخې راجسترکړي.

د همدې وسلو د سپارلو پر مهال په هلمند کې د ملي دفاع وزارت د ډاياګ پروګرام مسوول ډګروال محمد نسيم وويل، چې دوى لومړى يادې وسلې په همدې ولايت کې د ملي اردو د وسلو په زېرمتون کې ساتي او وروسته  يې کابل ته لېږي.

د ده په خبره، په کابل کې ټولې هغه وسلې، چې فعاله وي، بېرته افغان سرتېرو ته سپاري او هغه وسلې، چې بېکاره وي له منځه يې وړي.

د يادونې ده، چې تر دې مهاله په هلمند کې له ټولو امنيتي ارګانونو څخه تر ۱۶ سوه ميله وسلو ډېرې د ملي دفاع وزارت د ډاياګ پروګرام ته سپارلې دي.

ورته موضوع