ژبه

 کابل (پژواک ٤لړم ٩١) : د ميدان وردګو د والي وياند وايي ، چې  په چک ولسوالۍ کې يې ٩ وسلوال طالبان وژلي دي .

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد د لړم په ٤مه پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه عمليات پرون ورځ او تېره شپه د افغان او ځانګړو بهرنيو ځواکونو له خوا په کډه  تر سره شوي دي .

 دده په خبر ، چې په دې عملياتو کې تېره ورځ ناوخته درې وسلوال طالبان او دغه راز د بيګاه شپې په عملياتو کې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي دي .

د والي وياند زياتوي ، چې په وژل شويو طالبانو کې څلور ددې ولايت د سيداباد ولسوالۍ ، درې د چک ولسوالۍ  او دوه يې د کندهار ولايت اوسېدونکي  وو.

هغه زياته کړه ، چې دغه طالبان د چک په عربانو سيمه کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا ، چې ياد طالبان په چک کې د ملا قاسم په نامه د طالبانو په مشهور قوماندان پورې اړوند وو.

د شاهد د معلوماتو په اساس، چې افغان او بهرنيو ځانګړو ځواکونو له درې ورځو راهيسې په چک کې د وسلوالو طالبانو پرضد عمليات پيل کړي ، چې تراوسه پورې دوام لري .

د عصمت په نامه د چک ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې په عربانو کې د شپږ طالبانو له وژلو دى هم خبر شوى دى.

نوموړي زياته کړه ، چې دغه طالبان  له يوه جومات څخه راوتلي وو، چې بهرنيو ځواکونو پرې بمبار کړى او وژلي يې دي.  

وسلوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کيږي ، چې د لړم په لومړۍ نېټه د ميدان وردګو ولايت چارواکو د چک ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو د نومول شوي ولسوال غلام علي او ورسره څلورو نورو طالبانو د وژلو خبر ورکړى و.