کابل (پژواک ٦ لړم٩١): د سعودي پاچا د فارياب بريد غندلى او له افغانستان سره يې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سولې د راوستو په لاره کې د خپل هېواد د همکاريو ډاډ ورکړى دى.
د ولسمشر د وياند له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر ماښام د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ټیلیفوني اړیکې له لارې د افغانستان د خلکو په استازیتوب د سعودي عربستان پاچا ملک عبدالله او د دې هېواد خلکو ته د لوی اختر مبارکي وویله او ټول مسلمه امت ته یې د نېکمرغه او خوشحاله اختر هیله وکړه.
سرچينه ليکي ، چې په دې اړيکه کې حامد کرزي، د سعودي عربستان پاچا او د الحرمین الشریفین خادم د نړۍ د مسلمانانو یو خدمتګار مشر وباله او د اسلامي امت د یووالي په لاره کې یې د هغه له هڅو مننه او قدرداني وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې تېلېفوني اړيکه کې د سعودي عربستان پاچا ملک عبدالله هم افغان ولسمشر او د افغانستان خلکو ته د لوی اختر مبارکي ويلې او هیله یې څرګنده کړې ، چې افغانان د خوښۍ او آرامۍ په فضا کې د لوی اختر ورځې تېرې کړي.
همداراز د سعودي عربستان پاچا د افغانستان په فاریاب ولایت کې د تېرې ورځې بريد په اړه، چې له امله یې شاوخوا ٤٠ تنه وژل شوي او تر ٥۰ زیات ټپيان دي ، ژوره خواشیني څرګنده کړې او دغه بريد يې په کلکو ټکو غندلى دى .
دغه بريد د اختر په لومړۍ ورځ له غرمې مخکې په ٩:٣٠ بجو د د فارياب د مرکز ميمنې ښار د عيدګاه جومات دروازې ته مخامخ هغه وخت ترسره شو، چې لمونځ کوونکي د لوى اختر تر لمانځه وروسته د وتلو په حال کې وو.
د ولسمشر د وياند د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ، ملک عبدالله له حامد کرزي سره په خبرو کې ډاډ ورکړى ، چې هېواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سولې د راوستلو په لاره کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
دغه بريد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما ) هم غندلى دى .
د يوناما له دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش ويلي، دا ډول بريدونه چې د اختر په مراسمو کې په جومات کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي هېڅ توجيه نه لري او بايد ټول يې وغندي.
هغه ويلي، ځانمرګي بريدونه چې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې لامل کرځې ، بايد ودرول شي.
د يوناما په خبرپاڼه کې دې ټکي ته هم ا شاره شوې ، چې د نړيوالو قوانينو له مخې، جوماتونه محفوظ ځايونه دي او ددې قوانينو له مخې، پر ملکي کسانو او د عبادت پر ځايونو بريدونه منع دي.
د ايساف ځواکونو هم د فارياب ياد شوى بريد غندلى دى .