شبرغان ( پژواک ١٦عقرب ) : پوليسو په جوزجان کې د يوتن د وژل کېدو په تړاو د وژل شوي تن زوى او ښځه ونيول .
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت نن وويل ، چې د شبرغان ښار د يکه باغ د سيمې يو اوسېدونکى ٦٥ کلن غلام حيدر تېره شپه د خوب په بستر کې د تېشې په ګوزارونو وژل شوى دى .
دده په وينا، لومړنۍ پلټنې ښيي ، چې غلام حيدر د هغه ښځې ( شېرين ) او زوى يې ( خيرالله ) وژلى دى .
دى وايي، چې شېرين د جوزجان د ښوونکو د روزنې په موسسه کې د ملازم په توګه دنده لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د غلام حيدر بلې ښځې ويلي، چې غلام حيدر ، شېرين او خيرالله وژلى دى .
د سرچينې د څرګندونو له مخې، قاتلينو د غلام حيدر تر وژلو وروسته ياده تېشه په بيت الخلا کې غورځولې وه او خيرالله د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ ته تښتېدلى و.
هغه وويل، چې خيرالله نن د بلخ پوليس نيولى او د جوزجان امنيه قوماندانۍ ته يې سپارلى دى او شېرين پوليسو د يکه باغ په سيمه کې د هغې د خپلوانو په کور کې نيولې ده .
دى وايي، چې د موضوع په اړه له يادو نيول شويو کسانو پلټنې روانې دي.
په جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې د بشري حقونو د سازمان د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په شبرغان کې دا څلورم قتل دى ، چې ښځې نارينه وژني.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن