ژبه

سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول

لښکرګاه (پژواک ٢٠ لړم ٩١): امنيتي چارواکو په هلمند کې د څه کم شپږ سوه کيلوګرامه نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړ.

د دغه ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ په ګرمسېر ولسوالۍ کې پوليسو د پټو معلوماتو پر بنسټ يو ټانکر موټر ونيو او د پلټنو پر مهال يې ترې ٥٣٠ کيلوګرامه وچ ترياک ترلاسه کړل.

هغه زياته کړه، چې په موټر کې له ترياکو سره  يو ځاى ٤٢ کيلوګرامه هيرويين هم ځاى پر ځاى شوي وو.

د نوموړي په وينا، له دغو توکو سره د تړاو په تور دوه تنه نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.

قوماندان وايي، چې پوليسو نيول شوي نشه يي توکې د ګرمسېر ولسوالۍ د ريګو په سيمه کې په داسې حال کې نيولي چې قاچاقچيانو غوښتل پاکستان ته يې ولېږدوي.

الهام وايي، تېره ورځ يې په نادعلي ولسوالۍ کې تر دېرشو زيات کروندګر له دې امله نيولي چې په خپلو ځمکو کې يې د کوکنارو د کر هڅې پيل کړې وې، خو د قومي مشرانو په ضمانت يې بېرته خوشي کړي دي.

ورته موضوع