کندهار ښار (پژواک ٢٣ لړم ٩١): د زنګ اباد پېښې په تور د تورن امريکايي سرتېري د محاکمې پر مهال د قربانيانو د کورنيو غړو د وېډيو کنفرانس له لارې پر هغه شاهدي ورکړه.
په امريکا کې د هغه سرتېري محاکمه روانه ده، چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ١٦ ملکي وګړو په وژنه تورن دى.
بريدمن روبرټ بيلز د تېر ١٣٩٠ کال د کب په ٢٠مه، په پنجوايي ولسوالۍ کې له خپل پوځي مرکزه وتلى و، چې د زنګ اباد سيمې د الکوزو او نجيبيانو د کليو پر درېيو کورونو يې د وسلوال بريد په پايله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٦ عام وګړي ووژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.
دغه سرتېرى د تېرې دوشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره په واشنګټن کې د فورټ لويس د نظامي اډې يوه نظامي محکمه کې حاضر کړل شو، تر څو په ډاګه شي، چې په يوه نظامي محکمه کې د بيلز د محاکمې لپاره کافي مدارک او اسناد لري او کنه؟
دغه پروسه دوه اوونۍ دوام لري، چې په لړ کې يې د قربانيانو د کورنيو غړو او ټپيانو په دغه محکمه کې د ويډيو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.
ملا باران يو له هغو کسانو څخه دى، چې د ويډيو کنفرانس له لارې يې د محکمې قاضايانو او څارنوالانو ته د پېښې اړوند شاهدي ورکړې ده.
د پنجوايي د زنګ اباد سيمې اوسېدونکى ملا باران، چې په دغه پېښه کې يې خپل ورور له لاسه ورکړى، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شاهدۍ ورکولو لپاره له خپل وراره سره يو ځاى د کندهار د ولايتي بيارغونې ډلې( PRT ) دفتر ته غوښتل شوى و.
هغه زياته کړه، د پېښې د ټولو قربانيانو د کورنيو غړي او ټپيان د محکمې په جريان کې وړمه ورځ د شاهدۍ لپاره پي آر ټي ته غوښتل شوي وو، په دې ډله کې د شکريې او زردانې په نوم دوه خويندې او د رفيع الله په نوم د دغو نجونو ورور هم شامل و، چې په پېښه کې هغه مهال ټپيان شوي وو.
د نوموړي په وينا، هغه په خپله د ويډيو کنفرانس له لارې شاهدي ورکړه، چې په دې پېښه کې يې ورور وژل شوى دى.
دى وايي: ((د محکمې جريان مو د ويډيو له لارې ليده، موږ هم له هغوى سره وصل و، موږ په ډېر وضاحت سره د محکمې قاضيانو او څارنوالانو ته د پېښې اړوند دلايل وړاندې کړل او د هغوى پوښتنو ته مو ځوابونه وويل.))
هغه د محکمې جريان ښه و ارزاوه او غوښتنه يې وکړه، چې د دغې محکمې له لارې دې د هغه د ورور او ١٥ نورو وګړو قاتل ته د مرګ سزا ورکړل شي.
د پنجوايي په پېښه کې د محمد وزير په نوم د يوه وګړي د کورنۍ ١١ تنه وژل شوي، چې هغه په خپله حج ته تللى او د شاهدۍ لپاره يې د کاکا زوى حاجي کمال الدين غوښتل شوى و.
حاجي کمال الدين پژواک اژانس ته وويل: ((زه لومړنى څوک وم، چې تر پېښې وروسته د خپل ورور کور ته داخل شوم او د خپلې کورنۍ غړي مې په وژل شوي حالت کې وليدل.))
دى وايي، په محکمه کې يې د ويډيو له لارې شاهدي ورکړې او هغوى ته يې وويل، چې کله د خپل ورور کور ته ننوت، نو په يوه کوټه کې يې د ٧ تنو چې عمرونه يې تر ١٥ کالو کښته وو او ٤ نورو چې عمرونه يې تر ٥ کلونو کښته وو، په وژل شوي حالت کې وليدل، چې هغه مهال يې لا هم له جسدونو څخه دود پورته کېده.
هغه وايي، که څه هم ورور يې د حج د فريضې لپاره سعودي عربستان ته تللى، خو هغوى په ګډه غوښتنه کوي، چې دغه امريکايي سرتېرى بايد د دومره لوى جرم په بدل کې د مرګ سزا وويني.
د قربانيانو د کورنيو په استازيتوب ملا باران پژواک خبري اژانس ته وويل، هغوى ته ويل شوي، چې تر شاهدۍ وروسته به د محکمې د پرېکړې پر مهال د قربانيانو د کورنيو غړي امريکا ته يووړل شي، چې په دې برخه کې يې خپل پاسپورټونه اړوندو مراجعو ته سپارلي دي.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى هم وايي، چې د کورنيو چارو وزارت ورسره اړيکه نيولې وه او د قربانيانو د کورنيو د اړيکو شمېرې يې ترې غوښتل شوې وې، خو ويې ويل، چې په نور جريان يې خبر نه لري.
خو هغه وويل، په دې ډېر خوشحاله دى، چې بالاخره د پنجوايي د پېښې اړوند د امريکايي سرتېري محاکمه پيل شوې او تمه يې وښوده، چې د دغه جرم په بدل کې به تورن ته درنه سزا ورکول کېږي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خپلو خلکو د غوښتنو ملاتړ کوي او دغه جريان څاري.
هغه زياته کړه، دا موضوع يوازې په کندهار پورې اړه نه لري، بلکې دا د دوو هېوادونو تر منځ مسئله ده او هغوى تمه لري، چې په ښه توګه به تر سره شي.
د نوموړي په وينا، د امريکايي سرتېري د محاکمې پروسه به دوې مياشتې دوام ولري او کېداى شي په دې لړ کې د قربانيانو د کورنيو غړي د نورو پړاوونو لپاره په خپله امريکا هېواد ته هم بوتلل شي.