کابل (پژواک ١٥ لېندۍ ٩١): د ولسي جرګې ځيني غړي د ټاکنو قانون له طرحې څخه د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون لرې کول په ټاکنو کې د درغلۍ هڅه بولي.
په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې تر سره کېدې او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا جوړه شوې د ټاکنو د قانون طرحه وړمه ورځ وزيرانو شورا له يو لړ بدلونونو سره تصويب کړه.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، وزيرانو شورا له يادې طرحې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون لرې کړى او د دغه کمېسيون واک يې سترې محکمې ته سپارلى دى.
په تېره شاوخوا يوه لسيزه کې د ټاکنو پر مهال د ټاکنيزو شکايتونو لپاره ځانګړي کمېسيون کار کاوه چې ځينې غړي يې بهرنيان وو.
خو په ولسي جرګه کې د فارياب استازي ډاکتر نقيب الله فايق نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې حکومت په ټاکنو کې د درغليو په موخه غواړي، د ټاکنيزو شکايتونو د څېړلو پروسه د افغانستان محاکمو ته وسپارل شي.
هغه زياته کړه، چې حکومت بايد څو مياشتې وړاندې د ټاکنو د قانون مسوده د تصويب په موخه ولسي جرګې ته استولې واى.
د ده په اند، حکومت ځکه د دې مسودې په استولو کې ځنډ وکړ، چې غوښتل يې د ټاکنو په پروسه کې د خپلو ګټو لپاره لارې چارې برابرې کړي.
فايق وايي: ((حکومت د ټاکنو په پروسه کې سياسي برنامې لري او د خپلو برنامو په خاطر يې د دې پروسې مهندسي پيل کړې، ترڅو له درغليو ډکې ټاکنې په هېواد کې ترسره کړي.))
په ياده جرګه کې د بدخشان استازې فوزيې کوفي هم وويل، چې ټاکنيزو شکايتونو ته رسېدنه د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو د کمېسيون دنده ده، نه د محاکمو.
هغې زياته کړه: ((ستره محکمه او نورې محکمې، چې په کلونو کې نه شي کولاى يوې عادي قضيي ته رسېدنه وکړي، څنګه ممکنه ده چې د ټاکنو په شان د يوې مهمې پروسې د شکايتونو څېړنه وکړي؟ دا د خندا وړ پرېکړه ده، چې کابينې کړې ده.))
د هغې په وينا، ولسمشر کرزي د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د دوو بهرنيو له شتون سره هم ځکه مخالفت کړى، ترڅو په اسانه وکولاى شي په دې پروسه کې درغلي وکړي.
د ولسی جرګې دوو نورو غړو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې جرګه کې د کندهار استازي حميدزي لالي وويل، چې حکومت د ولسمشرۍ لپاره ځانګړى کانديد لري او غواړي چې د درغليو له لارې يې بريالى کړي.
ده ونه ويل، چې څوک د حکومت کانديد دى.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، چې د ولسي جرګې د غړو د څرګندونو په اړه د ولسمشر د وياند او د چارو ادارې له مطبوعاتي دفترونو سره خبرې وکړې، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن