ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم دروازې د تړلو له امله درې ماشومان مړه شول

author avatar
28 Dec 2012 - 16:02
author avatar
28 Dec 2012 - 16:02

جلال اباد (پژواک ٨ مرغومى ٩١): چارواکي وايي، چې د پاکستاني پوځيانو له خوا د تورخم دروازې د تړلو له امله خلک په سړه هوا او باران کې ولاړ دي، چې له امله يې درې ناروغه ماشومان مړه شول.

په ننګرهار ولايت کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون د قوماندانۍ وياند ادريس مومند د مرغومي په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې پاکستانيو ځواکونو نن سهار په ٩:٤٥ بجو  د خلکو پر وړاندې د تورخم دروازه د ناڅرګند لامل له امله تړلې ده.

د هغه په وينا، نن ماسپيښين شاوخوا درې ماشومان، چې عمرونه يې له ١٠ کلونو کم وو او د کورنۍ له خوا پېښور ته د ورپېښو ناروغيو د درملنې په موخه وړل کيدل، د سړې هوا او باران له امله مړه شول.

نوموړي زياته کړه، چې دوى د دروازې د تړلو په اړه په تورخم کې له پاکستانيو ځواکونو سره په اړيکه کې شول او هغوى ورته وويل، چې دوى ته له مرکز څخه امر شوى او په لامل يې دوى هم نه پوهيږي.

په تورخم کې د اسلم په نوم يو دوکاندار پژواک اژانس ته وويل، چې په زرګونو خلک دواړو خواوو ته ولاړ دي او د ډېر يخ او باران له امله د ډېرو نورو ناروغانو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دى.

د ده په خبره، درې ماشومان مړه شول او د پاکستان خوا ته ګڼ شمېر داسې کسان ولاړ دي، چې مړي ورسره دي او باران پرې وريږي.

نوموړي زياته کړه، چې خلک خورا ډېر دي او د دواړو خواوو په هوټلونو او دوکانونو کې ځاى نشته، چې له باران او سړې هوا څخه ځانونه او ماشومان وساتي.

د روانې مرغومې مياشتې په دويمه نېټه هم پاکستانيو ځواکونو د افغان پوليسو له خوا د پاکستانيو کارګرانو د وهلو له امله د څو ساعتونو لپاره د تورخم دروازه تړلې وه.

 د يادونې ده، چې هره ورځ پر تورخم دروازه زرګونه کسان تګ راتګ کوي او دغه راز سلګونه د سوداګرو موټر هم په دې دروازه افغانستان ته سوداګريز توکي راوړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.