ژبه

ويسا: په کندهار کې دې ټولې سيمې له بهرنيو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي

کندهارښار(پژواک۱۳مرغومی۹۱):د کندهار والي په اوونيزه امنيتي غونډه کې د افغان ځواکونو پر خود کفايۍ ټينګار وکړ او سپارښتنه يې وکړه، چې ټولې سيمې دې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

دغه امنيتي غونډه د ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې پکې د کندهار د والي تر څنګ پکې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان، د پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قومندان، امنيه قومندان، د ملي امنيت رئيس، د عامه نظم د پوليسو قومندان، د سوېل لپاره د ايساف قومندان او نظامي څارنوالانو برخه اخيستې وه.

ډاکټر توريالي ويسا دغې غونډې ته وويل، چې په امنيتي برخه کې د پرمختګونو او د مخالفينو تر ځپلو وروسته اوس وخت را رسېدلى، چې له بهرنيو ځواکونو څخه په ټولو سيمو کې د واک لېږد ته چمتو و اوسېږئ.

خو هغه ټينګار وکړ، چې د دغه کار د تر سره کولو لپاره مهمه دا ده، چې افغان ځواکونه خود کفا شي او د هغوى وړتياوې لوړې شي.

د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې خلک د افغان ځواکونو له چلند څخه خوښ شوي او هغوى يې دې ته ژمن کړي، چې په ټولو برخو کې د دولت لاسنيوى وکړي.

خو هغه دا هم وويل، چې اوس په ګڼو مواردو کې وسله وال مخالفين د خلکو د وېرونې او د هغوى په منځ کې د خپل نفوذ د زياتولو په موخه منفي تبليغات کوي، چې د حقايقو په خپرولو يې بايد مخه ونيول شي.

امنيتي غونډې ته د کندهار امنيه قومندان مل  پاسوال عبدالرازق اڅکزي هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې پوليسو روانه اوونۍ د وسله والو مخالفينو د څارنې او نيونې تر څنګ وسله والو غلو ته هم ډېر پام اړولى و.

هغه زياته کړه، پوليسو په دې لړ کې په کندهار ښار کې ١٨ غله نيولي، چې دغو کسانو ٤ موټرونه او ٣ موټرسايکلونه غلا کړي وو.

نوموړي دغه راز وويل، چې د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو پر ضد يې هم خپل فعاليتونه چټک کړي او د قاچاق کوونکو اړوند درې موټرونه او يوه اندازه نشه يي توکي نيول شوي دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان تورنجنرال عبدالحميد حميد وويل، چې اړوندو لواګانو او کنډکونو يې د روانې اوونۍ په اوږدو کې په پنجوايي، ژيړۍ او خاکرېز ولسواليو کې چاڼيز او محاربوي عمليات کړي، چې پر مهال يې ٥ مخالفين وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې درې تنه نور وسله وال يې په ټپي حالت کې د ځواکونو لاس ته ورغلي او ٣٠ کړۍ ماينونه يې هم په بېلابېلو ساحو کې کشف او شنډ کړي دي.

غونډې ته د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رئيس ګل محمد شکران وويل، چې له اړوند وزارت سره يې د کوکنارو د کښتونو د له منځه ونلو په برخه کې اړيکې نيولې او له امنيتي ارګانونو سره يې پلان جوړ کړى، چې له مخې به يې د کوکنارو کرونکي په ډاګه شي.

هغه وويل، ډېر ژر به د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په موخه لاس پر کار شي او په ټولو ساحو کې کرل شوي کوکنار به له منځه وړي.