ژبه

بهرنيو لبنياتو د کورنيو لبنياتو بازار اغېزمن کړى دى

کندهار ( پژواک ١٤ مرغومى ٩١ ) : د کندهار ولايت د غواوو فارم لرونکي شکايت کوي، چې له بهرنيو هېوادونو څخه را واردېدونکو لبنياتو د کورنيو لبنياتو بازار اغېزمن کړى دى.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د غواوو شاو خوا ٦٠٠ فارمونه شته، چې له هر فارم څخه په منځنۍ کچه د ورځې ١٠٠ منه شيدې تر لاسه کېږي.

 

د شيدو د کورني توليد له دومره لوړې کچې سربېره لا هم مستې او نور لبنيات له بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران څخه راوړل کېږي، چې دې کار د افغاني توليداتو پر بازار بده اغېزه کړې ده.

 

په کندهار کې د غواوو فارم لرونکي وايي، له بهر څخه را واردېدونکو لبنياتو د هغوى کار و بار له ستونزو سره مخ کړى، په کار ده دولت په دې برخه کې لازم اقدام وکړي.

 

د کندهار ښار يوه اوسېدونکي حاجي صديق الله، چې د ٧٦ غواوو يو فارم لري، پژواک خبري اژانس ته وويل، اوس مهال هره ورځ شاو خوا ٩٠ منه شيدې بازار ته عرضه کوي، خو تر دې وړاندې دغه کچه لوړه وه.

 

هغه زياته کړه، دغه شيدې په کندهار ښار کې پر مشهورو لبنيات پلورونکو پلوري، چې هغوى ترې مستې، پېروى او نور جوړوي او بيا يې پر ښاريانو پلوري.

 

دى وايي، مخکې له بهرنيو هېوادونو څخه ډېره کمه اندازه پېک شوې شيدې راتلې، چې خلکو ورباندې وطني شيدو ته ارزښت ورکاوه.

 

د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې سوداګر نه يواځې له بهرنيو هېوادونو څخه په قطيو کې پېک شوې شيدې را واردوي، بلکې اوس خو له ايران څخه پېک شوې مستې هم راوړل کېږي، چې د هغوى بازار يې سخت زيانمن کړى دى.

 

هغه په دې برخه کې د ايران د پګاه په نوم د مستو جوړولو شرکت ياد کړ، چې پېک شوې مستې يې په ډېره پېمانه کندهار ولايت ته راوړل کېږي.

 

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى اختر محمد هم د غواوو فارم لري او وايي، پر دغه کار يې ډېرې پيسې لګولې دي.

 

نوموړى هم وايي، چې پخوا له پاکستان او ايران څخه يواځې شيدې راتللې، خو اوس مستې هم راوړل کېږي، چې خلک د وطني شيدو او مستو پر ځاى همدغه پېک شوي لبنيات کاروي.

 

هغه وايي، خلک ځکه له بهر څخه را وارد شوې شيدې او مستې اخلي، چې له يوې خوا په ځانګړو قطيو کې پېک شوي او له بلې خوا په وړلو راوړلو کې يې هم اساني ده.

 

دى هم شکايت کوي، چې دغې چارې يې کار و بار اغېزمن کړى او شيدې يې د پخوا په شان پلور نه لري.

 

بل خوا لبنيات پلورونکي هم وايي، چې د وطني لبنياتو بازار کمزورى شوى دى، هغوى يې هم لامل بهرني لبنيات بولي، چې خلک يې ډېر اخلي، ځکه هغوى فکر کوي، چې د بهرنيو لبنياتو کيفيت ښه او له صحي نظره د ډاډ وړ دي.

 

د کندهار  ښار د هرات بازار لبنيات پلورونکى بصير احمد وايي، پخوا يې په اوونۍ کې ٤٠٠ منه مستې پلورلې، خو اوس دغه کچه نيم په نيمه را ټيټه شوې ده.

 

هغه پژواک اژانس ته د دغې ستونزې عمده لامل بهرني لبنيات په ګوته کړل ، چې د کورني هغو ځاى يې نيولى دى، خو ځينې نور علتونه هم لري او هغه دا چې ځينې لبنيات پلورونکي له پوډري شيدو څخه مستې جوړوي او بيا يې د کورنيو  په نوم پلوري.

 

دغه کار د نورو په پرتله اقتصادي تمامېږي، چې ګټه يې زياته ده.

 

د نوموړي په وينا، د لبنيات پلورونکو دغه کار خلک بې باوره کړي، نو ځکه يې هم بهرنيو لبنياتو ته مخه کړې ده.

 

بصير احمد په دې برخه کې د نظافت نه مراعتول هم مهم لامل بولي او وايي، چې ډېرى لبنيات پلورونکي په پلاستيکي سطلونو کې شيدې او مستې بازار ته عرضه کوي، چې ډېر مهال يې پاک ساتلو ته پاملرنه، نه کوي.

 

د کندهار د غواوو فارم لرونکي وړانديز کوي، چې دولت دې په کندهار کې د لبنياتو برابرولو او جوړولو يوه فابريکه جوړه کړي، چې د هغوى توليدات معياري او صحي شي.

 

دوى وايي، له دې سره به له يوې خوا د بهرنيو لبنياتو مخه ونيول شي او له بله پلوه به، دغه اقدام هغو ته هم ډېر ګټور ثابت شي، چې په دې ولايت کې يې د غواوو پر فارمونو پانګونه کړې ده.

 

فارم لرونکي وايي، که د هغوى لبنيات د بهرنيو هېوادونو په څېر په ښه پېک او معياري بڼه بازار ته وړاندې شي، نو د بهرنيو هغو مخه نيولى شي.

 

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، چې هغوى هم له کرنې وزارت څخه په دغه ولايت کې د لبنياتو د توليد د فابريکې غوښتنه کړې ده.

 

د دغه رياست د ترويج مدير محمد الله نوري وايي، د کرنې رياست د لبنياتو د فابريکې جوړولو پوره هڅې کړي، خو د کرنې وزارت تر اوسه په دې برخه کې څه نه دي کړي.

دى وايي، تر هغه چې دغلته د کورني لبنياتو کيفيت ښه نه شي او د عرضه کولو بڼه يې بدله نه شي، نو د بهرنيو هغو مخنيوى ګران کار دى.

 

د نوموړي په وينا، د لبنياتو د توليد د معياري کولو په برخه کې يې فارم لرونکو او لبنيات پلورونکو ته په وار وار د اى آر ډي او نورو بهرنيو موسساتو په مرسته بېلابېل روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي، خو هغوى لارښوونې سمې نه عملي کوي، ځکه خپلو توليداتو ته ښه بازار نه شي موندلى.

بايد وويل شي، چې د ورځني ژوند په نورو برخو کې هم د بېلابېلو لاملونو له مخې کورنيو توليداتو ته پاملرنه و نه ده شوې، چې پر ځاى يې په پراخه کچه له بهرنيو خوراکي او غير خوراکي توکو څخه کار اخيستل کېږي او افغاني ټولنه يې په يوه بشپړه مصرفي ټولنه بدله کړې ده.

ورته موضوع