کندهار ښار (پژواک ١٩ مرغومى ٩١): د کندهار پر هوايي ډاګر په داسې مهال راکټي بريد شوى چې د پاکستان د ملي هوايي شرکت (پي اي اى) الوتکه د الوتنې په حال کې وه.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه راکټي بريد نن سهار شوى و.
ايساف زياتوي، چې دوه راکټه په هوايي ډګر کې دننه لګيدلي، خو هېڅ ډول زيان يې نه دى اړولى.
د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل و او د کندهار د هوايي ډګر امر احمدالله فيضي پر هوايي ډګر د راکټي بريد په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل او زياته يې کړه، چې هلته کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
فيصل پژواک اژانس ته وويل، چې نن د کندهار په هوايي ډګر او يا نورو برخو کې هېڅ ډول امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.
هغه د پاکستان پر ملي هوايي شرکت نيوکه وکړه، چې بې ځايه او له حقيقت څخه لرې اوازې يې خپرې کړې دي.
د نوموړي په وينا، د کندهار ولايت مقام به د ټولو ډيپلوماتيکي اصولو او قوانينو په نظر کې نيولو سره په دغه ولايت کې د پاکستان هېواد له کونسلګرۍ او د ياد شرکت له مسوولينو د دې بې ځايه ادعا د خپرولو توضيحات وغواړي.
بلخوا د پاکستان د ملي هوايي شرکت ( پي اي اى) چارواکو ويلي، چې پر کندهار هوايي ډګر دغه راکټي بريد په داسې حال کې شوى و، چې د دوى الوتکه له کندهار هوايي ډګره د الوتنې په حال کې وه.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې د دوى الوتکې او يا هم مسافرينو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى او الوتکه بېرته د اسلام اباد په لوري تللې ده.
په کندهار ښار کې د سکاى اريانا په نوم د الوتکو د ټکټونو پلورلو د يو شرکت مسوول حاجي يارمحمد هم د يوه راکټ لګېدل تاييد کړل او ويې ويل، چې هېڅ ډول مالي او ځاني زيان يې نه درلود.
د يادونې ده، چې تېره مياشت د پاکستان د ملي هوايي شرکت ( پي اي اى) د کندهار او کوېټې ترمنځ الوتنې پيل کړې دي.