ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بې پولې ډاکترانو په مرسته د بست روغتون خدمتونه ښه شوي

15 Jan 2013 - 15:54
15 Jan 2013 - 15:54

لښکرګاه (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): د هلمند د بست روغتون چارواکي وايي، چې که د بې پولې ډاکټرانو مرستې پرې بندې شي، د وزارت له خوا ورکړل شوي امکانات بسنه نه کوي.

دغه خبره په لښکرګاه کې د بست روغتون رييس ډاکټر نثاراحمد بارک د مرغومي په ٢٦مه پژواک اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وکړه او زياته يې کړه، چې د پخوا په پرتله په بست روغتون کې روغتيايي خدمتونه څو برابره ښه شوي دي.

د هغه په وينا، دغه امکانات ټول د (MSF) يا بې پولې ډاکټرانو له خوا ورکړل شوي، چې له امله يې په معياري توګه د ټولو ناروغانو درملنه کولاى شي.

نوموړي زياته کړه، په داسې حال کې (MSF) بشپړ امکانات ورکوي، چې درې کاله وړاندې د يوې پرېکړې له مخې بايد د عامې روغتيا وزارت هم په روغتيايي خدمتونو کې نيمه ونډه اخيستې واى.

خو د بارک په خبره، وزارت نه يواځې امکانات نه ورکوي، بلکې اړيکې يې ورسره شلولې او پوښتنه يې هم نه کوي.

نوموړي دغه راز وويل، چې د بې پولې ډاکټرانو له خوا د دوى تر پنځه سوه ډېرو کا کوونکو ته تنخوا، ناروغانو ته درمل، د برېښنا امکانات، لابراتوار او ټول د اړتيا وړ وسايل برابر شوي دي.

د روغتون د مشر په خبره، درې کاله وړاندې دوى دومره امکانات نه لرل، چې د شپې له خوا خپلو جنراتورونو ته تېل وپېري، درمل او نور خدمتونه خو يې په هېڅ کې حساب وو.

نوموړى وايي، چې بست روغتون ١٥٠ بستره لري، خو د ناروغانو د ډېروالي له امله د بستر شوو ناروغانو شمېر تر دوو سوو اوښتى او هره ورځ له درې سوه تر څلور سوه ناروغان ورته مراجعه کوي او له دې ډلې تر شپاړسو پورې عمليات کوي.

د هغه په وينا، اوس مهال ( (MSF) يواځې په لښکرګاه کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، که چېرې په ولسواليو کې هم زمينه برابره شي، هلته به هم روغتيايي مرکزونه جوړ او امکانات به ورته ورسوي.

بارک وويل: ((دا چې بست روغتون د بې پولې ډاکټرانو په مرسته ښه خدمتونه وړاندې کوي او درمل وړيا ورکوي، نو له همدې امله د ګاونډيو ولايتونو ناروغان هم ورته مراجعه کوي.))

د ده په خبره، د زېږنتون مجهزه برخه هم لري، چې د ښار او شاوخوا ولسواليو اوسېدونکې ورته راځي.

نوموړي له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د ودانۍ د پراختيا او نورو امکاناتو په ورکولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

په بست روغتون کې ناروغان هم خوښ دي او وايي، چې درمل وړيا ورکول کېږي او روغتيايي کارکوونکي يې مسلکي دي.

د فراه د بکوا سيمي اوسېدونکي ٦٠ کلن عبدالقادر پژواک اژانس ته وويل، چې د زړه ناروغۍ له امله بست روغتون ته راغلى او اوس يې روغتيايي حالت ښه دى.

د ده په خبره، وخت پر وخت يې روغتيايي کارکوونکي پوښتنه کوي، درمل او ډوډۍ وړيا ورکوي او د اوسېدو ځاى يې هم مناسب دى.

له خانشين ولسوالۍ څخه راغلي ناروغ عبدالستار هم وويل: ((پخوا به په دغه روغتون کې روغ سړى ناروغه کېده، خو اوس مهال نه يواځې چې نور امکانات لري، ترڅنګ يې روغتون ‌ډېر ښه پاک دى او شپه ورځ خدمتونه وړاندې کوي.))

نوموړي زياته کړه، چې کله کله يې بهرني روغتيايي کارکوونکي هم پوښتنه کوي، چې له دې کار څخه يې دوى خوښ دي.

د ياونې ده، چې دا مهال د مرکز لښکرګاه په ګډون په هلمند کې ٥٥ روغتيايي مرکزونه شته، چې د روغتيا وزارت او د نوور روغتيايي موسسو له خوا يې امکانات ورکول کېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version