ژبه

د ماين چاودنو څلور ملکي وګړي ووژل

کندهار / ميمنه ( پژواک، ٢٦ مرغومى ٩١ ) : د کندهار په ميانشين  او د فارياب په غورماچ ولسواليو کې د ملکي وګړو پر دوموټرو د ماين چاودنه شوې، چې پکې ٤ ملکي وګړي وژل شوي دي.

 

د ميانشين ولسوال روزي خان د مرغومي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، ماين د وسله والو مخالفينو له خوا د دغې ولسوالۍ د ګيلګن سيمې اړوند د ميانۍ پر لاره ځاى پر ځاى شوى و، چې تېره ورځ ناوخته پر ملکي وګړو وچاودېد.

 

هغه زياته کړه، د يوې کورنۍ څلور غړي د يوه څاروي په وسيله بل کلي تر پر لاره و، چې ماين ورباندې وچاودېد او درې تنه يې ووژل.

 

دى وايي په وژل شويو کې يو مېرمن، د هغې شوده خوړونکې وړه لور او يو ځوان وژل شوي، خو يو لس کلن هلک له چاودنې روغ وتلى دى.

 

ميانشين ولسوالي د کندهار ښار شمال لورې ته د ٧٥ کيلومتره په واټن پرته ده.

 

له بلې خوا نن سهار د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالې کې په يوه بله چاودنه کې يوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

 

د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملا خېل پژواک ته وويل، چې دغه شخصي لنډ کروزر موټر د غورماچ په پاى موختو سيمه کې د سړک د غاړې پر ماين برابر شو، چې له امله يې چلونکي وژل شوي دي.

 

د سيمې يوه تن اوسيدونکي احمد فياض وايي، چې  دغه د غورماچ- هرات لاين موټر ،سورلۍ نه درلوده او غوښتل يې چې  په دغه کلۍ کې مسافر واخلي او هرات ته يې بوځي، چې پرې چاودنه وشوه.

 

نوموړي زياته کړه، چې د موټر چلونکي نوم نيازګل  و او ٣٠ کاله عمر درلود.

 

د ميانشين ولسوال  او د فارياب امنيه قوماندان ادعا کوي، چې مخالفينو په ګڼو لارو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي، چې ډېر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

 

خو وسلوالو  طالبانو ددې دوو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته موضوع