کابل (پژواک ٩ سلواغه ۹۱): په سمنګان ولايت کې د ايساف ځواکونو د کاروان يوه موټر د سپرليو له ٣٠٣ موټر سره ټکر کړى، چې له امله يې ١٣ کسان ټپي شوي دي.
د سمنګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل مصدق الله مظفري د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د ايبک – پلخمري پر لويه لاره د ښار اړونده سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د يادې لارې د رباتک په سيمه کې ايساف ځواکونو د کاروان يو پوځي موټر چې پلخمري ته په لاره و، د سپرليو له ٣٠٣ موټر سره يې ټکر کړى دى.
مظفري وايي، چې په دې پېښه کې د ٣٠٣ موټر ١٣ سپرلي ټپي شوي، چې نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د رحيم الله په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې په ټپيانو کې دوه ښځې هم شاملې دي او د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه و.
په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر په سمنګان ولايت کې رامنځته شوې، ياده پېښه تاييد کړه.
پژواک اژانس ته وويل دا يوه ترافيکي پېښه وه، چې له امله يې يو ملکى وګړى ټپي شو، خو ددوى سرتېرو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
ايساف وايي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې ايساف ځواکونو په مزار شريف ښار کې هم يو موټرسايکل چلوونکلى په ترافيکي پېښه کې وژلى و.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن