ژبه

په کندهار ښار کې يو تن ترور شو

کندهار ښار (پژواک ١٥ سلواغه ٩١): وسلوالو طالبانو نن سهار په کندهار ښار کې يو تن پر ډزو وواژه.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د سلواغې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار وخته شاوخوا اوه بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو د ښار د دويمې ناحيې اړوند د اخندصاحب جامعې ترڅنګ يو ملکى وګړى وژلى او بيا تښتېدلي دي.

د فيصل په وينا، وژل شوى تن عام وګړى و او له حکومت سره يې هېڅ تړاو نه درلود.

دى وايي، چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې طالبانو نن سهار په دويمه ناحيه کې يو دولتي مامور او د هغه ساتونکى وژلي دي.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم په کندهار ښار کې د ترور پېښې رامنځته شوې دي.

ورته موضوع