ژبه

په سوېل کې د ٧٥ سلنه نظامي عملياتو مشري افغان ځواکونه کوي

کندهار ( پژواک ١٩ سلواغه ٩١ ) :  په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو درستيزوال بريد جنرال سيد واقف شاه وايي، چې په سوېلي حوزه کې ٧٥ سلنه نظامي عمليات د افغان ځواکونو له لوري رهبري کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د سلواغې په ١٩مه، په هغه مراسمو کې وکړې، چې د ١٠٠٦ سرتېرو د فراغت په اړه جوړ شوي وو.

بريدجنرال سيد واقف شاه وويل، چې د هېواد د ډېرو برخو تر څنګ د سوېلي زون په ولايتونو کې هم د ملي اردو ځواکونه د پخوا په پرتله مجهز او پياوړي شوي او د وسلوالو د هر راز فعاليتونو د مخنيوي توان لري.

هغه زياته کړه ، تر هغه وروسته چې په کندهار کې د يو شيمېر سيمو واک افغان ځواکونو ته سپارل شوى، په ګڼو سيمو کې د عملياتو ٧٥ سلنه مشري د افغان ځواکونو په غاړه ده، چې ښې پايلې يې لرلې دي.

د نوموړي په باور، ملي اردو بشپړ چمتووالى لري، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته امنيتي چارې سمبال او د خپلې خاورې او خلکو ساتنه وکړي.

د سرتېرو د فراغت په دغه غونډه کې د ملي اردو د ښوونيز مرکز قوماندان ډګروال هارون مومند وويل، چې نن يې ١٠٠٦ سرتېري د دوو مياشتنۍ روزنې وروسته فارغ او د سوېلي زون په بېلابېلو ولايتونو کندهار، روزګان او زابل کې به دامنيت ساتنې په موخه ځاى پر ځاى شي.

هغه وويل، چې په سوېل کې د ملي اردو ځواکونه د کميت له پلوه د پخوا په پرتله ډېر ښه شوي، خو د کيفيت او څرنګوالي پر برخه يې بايد لا ډېر کار وشي، چې په بشپړه توګه تجهيز او اکمال شي.

په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو له ښوونيز مرکز څخه مخکې هم څو ځلې په زرګونو سرتېري روزل شوي وو، چې اوسنۍ هغه يې ١٦ دوه ګڼل کېږي.

ورته موضوع