کندهار( پژواک،٢٦ سلواغه ٩١) : د کندهار والي د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ يوناما له مشر سره په ليدنه کې وويل، چې وزارتونه د بوديجې په ورکړه کې همکاري نه کوي، چې له امله يې په دغه ولايت کې پرمختيايي کارونه ټکني شوي دي.
په هېواد کې د يوناما مشر يان کوبيش پرون کندهار ولايت ته سفر وکړ او دغلته يې له والي او د نورو دولتي ادارو له مسوولينو سره وکتل، چې پر بېلابېلو موضوعاتو يې بحث وکړ.
کوبيش د خپلو خبرو پر مهال لومړى د خپلې ادارې له خوا پر خپاره شوي هغه راپور تمرکز وکړ، چې پکې په کندهار کې د شخصي زندانونو د شتون او زندانيانو د ربړونې خبره شوې وه.
هغه وويل: ((دغه راپور مشخصاً د کندهار په اړه نه و، د دغه راپور د خپرېدو هدف يواځې سمون او د حالت ښه کول و.))
نوموړي زياته کړه، افغانستان د واک د لېږد په پړاو کې دى او د ولسمشرۍ ټاکنې هم ورځ تر بلې نږدې کېږي، په دې دواړو برخو کې د کندهار رول جوت او اغېزمن دى.
دى وايي، د تر لاسه شوو معلوماتو پر بنسټ ويلاى شي، چې دغلته حالات د سمون پر لور ځي او امنيتي ځواکونه پياوړي شوي دي.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا هم په خپلو خبرو کې د دغه ولايت وضعيت تر پخوا ښه وګاڼه او ويې ويل: ((په ولسواليو کې امنيت ښه شوى، حکومتدارۍ وده کړې، عدلي او قضايي ارګانونه فعال شوي، ګڼ تړلي ښوونځي بيا پرانيستل شوي او روغتيايي خدمات هم تر ډېرو سيمو رسول شوي دي.))
دى وايي، پر همدې بنسټ په دې وروستيو کې له دولت سره د خلکو همکاري زياته شوې ده.
خو نوموړي د بوديجې نشتوالى د کندهار لپاره يوه جدي ستونزه ياده او ويې ويل، چې وزارتونه د بوديجې په ورکړه کې همکاري نه کوي او همدغه کار د پرمختيايي چارو د ټکني کېدو لامل شوى دى.
والي له يان کوبيش څخه وغوښتل، چې له نړيوالې ټولنې سره په ګډه داسې پلان بايد جوړ کړل شي، چې پر بنسټ يې خلکو ته ډېر کار وشي او هغوى ته کاري زمينې برابرې شي، ځکه که خلک بېکاره وي، نو وېره ده، چې د مخالفينو ليکو ته لاړ نه شي.
هغه په دې برخه کې پر دغه ټکي هم ټينګار وکړ، چې ګڼ شمېر لوستي ځوانان بايد منځني ختيځ او ځينو نورو هېوادونو ته د ديني زده کړو لپاره ولېږل شي، ځکه نور بايد هغه خلا ډکه شي، چې له مخې يې خلکو ته د اسلام حقيقي تصوير ناسم وړاندې شوى دى.