کندهار( پژواک ٢٨ سلواغه ٩١) : د کندهار ولايت د ارغستان ولسوال وايي، چې ناپېژاندو وسلوالو له دغې ولسوالۍ څخه دوه ماين پاکوونکي تښتولي او د هغوى د سپرلۍ موټريې سوځولي دي.
د ارغستان ولسوال عبدالغني مسلم يار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوي کسان نن غرمه د دغې ولسوالۍ د واندوز مانده له سيمې تښتول شوي دي .
هغه زياته کړه، وسلوالو لومړى د ماين پاکوونکو دوه موټر سوځولي او وروسته يې دوه تنه ماين پاکوونکي له ځان سره نا معلوم لوري ته وړي دي.
د نوموړي په وينا، امنيتي ارګانونو په سيمه کې د تښتول شويو ماين پاکوونکو د پيدا کولو لټون پيل کړى، خو تر اوسه يې نه دي موندلي.
ولسوال د پېښې پړه پر وسلوالو مخالفينو ور واچوله او ويې ويل، چې دغه راز کارونه هغوى تر سره کوي، خو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
بله خوا د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل، چې وسلوالو مخالفينو د ماين پاکوونکو يو موټر سوځولى او بل يې له ځان سره وړى، خو ماين پاکوونکي يې نه دي بېولي.
هغه وايي، ماين پاکوونکو پرته له دې، چې امنيتي مسوولينو ته خبر ورکړي، د واندوز په مانده کې يې د ماين پاکولو کار کاوه.
خو يادو دواړو سرچينو په دې اړه معلومات نه لرل، چې ماين پاکوونکي د کومې موسسې اړوند دي.
تېر کال هم د کندهار په دوو نورو ولسواليو پنجوايي او دامان کې ورته پېښې رامنځته شوې وې، چې پر مهال يې د ماين پاکولو لس کارکوونکي تښتول شوي وو، چې وروسته د پيسو په بدل کې خوشې شول.