کابل ښار (پژواک ٢٨ سلواغه ٩١): د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې په چک ولسوالۍ کې د اېتلافي ځواکونو په بريد کې څلورو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوږياڼي د سلواغې په ٢٨ مه پژواک اژانس ته وويل، بريد هغه مهال ترسره شو، چې څلور وسلوال د چک په ميندوخېلو او نورخېلو کې وليدل شول.
ده وويل، چې په دغه هوايي بريد کې يو وسلوال وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د ده په وينا، چې له يادو وسلوالو څخه يوه پيکا او درې کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي دي.
د خوږياڼي په خبره، چې ياد درې وسلوال امنيتي ځواکونو نيولي او اوس د چک په سيابک روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
تر دې مهاله وسلوالو طالبانو او بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغو وسلوالو ته په داسې حال کې د مرګ ژوبلې اوښتو خبره کېږي، چې د دغه ولايت يو شمېر خلکو د بهرنيو ځواکونو له خوا د يوه محصل د وژنې په غبرګون کې لاريون وکړ او د کابل- کندهار لويه لاره يې وتړله.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن