ژبه

د پنجوايي پاڅون کوونکو يو طالب قوماندان نيولى

کندهار (پژواک ٢ کب ٩١): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو پر ضد را پاڅېدلو  خلکو يو طالب قوماندان له وسلو او ماينونو سره يو ځاى نيولى دى.

د کندهار ولايت مقا م د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کس د دغې ولسوالۍ د زنګ اباد سيمې په پشنګيانو کلي کې هغه مهال ونيول شو، چې له دغه ځاى څخه ډورۍ سيمې ته روان و، چېرې چې د هغوى پټنځايونه دي.

هغه زياته کړه، له نيول شوي طالب قوماندان سره درې کړۍ ماينونه، يو کلاشينکوف، يو ريموټ او يوه پايه مخابره هم د پاڅون کوونکو لاس ته ورغلي دي.

د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې د پاڅون کوونکو مشر حاجي عبدالودود پژواک اژانس ته وويل، چې نيول شوي مخالف قوماندان پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کول او دغه راز په لويو لارو کې د ماينونو د ځاى پر ځاى کولو مشري يې پر غاړه لرله.

ده وويل، چې د نيول شوي کس د معلوماتو پر اساس يې په سيمه کې د هغه له خوا ١٨ کړۍ ښخ شوي ماينونه کشف کړي، چې وروسته د امنيتي ځواکونو د انجنيرۍ د ټيمونو له خوا له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې مخکې د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد سيمې د يو شمېر کلو اوسېدونکو تر هغه وروسته د وسلوالو ضد ولسي پاڅون پيل کړ، چې د هغوى په وينا، د وسلوالو مخالفينو ظلمونو اړ ايستل، چې عادي ژوند پرېږدي او په هغوى پسې وسلې را واخلي.

دغه ولسي پاڅون څو ورځې وړاندې لومړى د پنجوايي ولسوالۍ په څلورو کلو (کاکړان، مامک کوه، خوګياڼو او اپښين کوه) کې پيل شو، خو اوس ويل کېږي، چې دغه لړۍ درېيو نورو کلو شادولا، شابوزۍ او کوشکک ته هم غځېدلې او ګڼو ځوانانو د طالبانو پر ضد وسلې را اخيستې دي.

د پاڅون کوونکو شمېر ٦٥ تنه دى، چې د د نږدې کليو د ٣٠٠ کورنيو ملاتړ ورسره دى.

ورته موضوع