ژبه

بهرنيو ځواکونو د کندهار د يوه ملي سوداګر په ګډون څلور تنه نيولي دي

کندهار(پژواک ،د کب ٥مه، ٩١):د کندهار ملي سوداګر وايي، چې بهرنيو ځواکونو د حاجي عبدالظاهر په نوم يو ملي سوداګر له څلورو کارکوونو سره يو ځاى نيولى او له ځان سره وړى دى.

په دې اړه د کندهار يو شمېر ملي سوداګرو د سوداګرۍ د خونې د مشر حاجي نصر الله زهير په مشرۍ له کندهار والي سره وکتله او د دغه سوداګر د خلاصون غوښتنه يې وکړه.

حاجي نصر الله زهير وويل، د حاجي عبدالظاهر په نوم دغه ملي سوداګر څو ورځې مخکې د کندهار ښار د دريمې ناحيې اړوند له باى پاس جادې څخه نيول شوى دى.

نوموړي وويل، دغه سوداګر بې ګناه دى او کندهار ته يې غوړي او د موټرونو ټايرونه را واردول.

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا وايي، چې په دې اړه د بهرنيو ځواکونو له مسوولينو سره خبرې وکړي.

هغه زياته کړه، که نيول شوى سوداګر بې ګناه وي، نو تر پلټنو وروسته به ژر خوشي شي.

له تېرې څه مودې راهيسې دا لومړۍ پېښه ده، چې بهرني ځواکونه د کندهار يو سوداګر نيسي.

تر دې وړاندې دوه نور ملي سوداګر حاجي لالک ماما او حاجي حکمت هم د بهرنيو ځواکونو له لوري نيول شوي او د ولايتي ادارې په مرسته بيرته خوشي شوي وو.

بهرنيو ځواکونو لا تر دې مهال په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته موضوع