کندهار (پژواک ٥ کب ٩١): له تېرو څو ورځو راهيسې د کندهار د ولايتي ادارې او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت د استازو تر منځ يو پر بل د تورونو لګولو او ناندريو لړۍ روانه ده.
دا ناندرې وروسته له هغه پيل شوې، چې د ولسي جرګې د رخصتيو له امله وکيلان د خپلو موکلينو د ستونزو اورېدو او ورته د هوارۍ د لارو چارو پيدا کولو په موخه ولايتونو ته سفرونه پيل کړي دي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو عبدالرحيم ايوبي او حميدزي لالي په تېرو څو پر له پسې ورځو کې له خلکو سره په يو شمېر غونډو کې د کندهار ولايتي اداره په فساد تورنه کړې او د سيمه ييزو چارواکو د بدلون غوښتنه يې کړې ده، خو ولايتي اداره وايي، د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته په پام دغه استازي د خلکو تر منځ ځانونه مطرح کوي.
عبدالرحيم ايوبي او حميدزي لالي تېره ورځ د ولسي وګړو په يوه غونډه کې، چې شېرزي پارک ته څېرمه جوړه شوې وه او يو شمېر زړو مېرمنو هم په کې ګډون کړى و، يو ځل بيا احساساتي ويناوې وکړې او له ولسمشر څخه يې د دغه ولايت د مسوولينو د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
د غونډې لسګونو ښځينه او نارينه برخه والو له ژړاګانو سره مل پر يو شمېر ادارو تور پورې کړ، چې د کورنۍ غړي يې په ناحقه بنديان شوي او برخليک يې ناڅرګند دى.
هغوى ادعا کوله، چې خپلوان يې له کومې ګناه پرته نيول شوي او اوسمهال يې عدلي او قضايي ارګانونه دوسيې هم نه څېړي.
خلکو وکيلانو ته وويل، ځايي ادارې د دې پر ځاى چې د هغوى ستونزې هوارې کړي، فساد ته يې لاره هواره کړې او د هغوى غږ نه اوري.
غونډې ته د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي وويل، کندهار ته د همدې لپاره راغلى، چې د خلکو د ستونزو د هوارۍ په موخه له هغوى سره يو ځاى خپل غږ اوچت کړي.
هغه هم تور ولګاوه، چې ولايتي اداره د خلکو د ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلې ده، قضايي او عدلي ارګانونونه او د ملي امنيت اداره د دې پر ځاى، چې د خلکو ستونزې حل کړي، فساد ته يې لاره هواره کړې او پر هغوى ظلم او زياتى کوي.
په ولسي جرګه کې بل وکيل حميدزي لالي رسنيو ته هغه عريضې او دوسيې وښودلې، چې د خلکو له خوا ور سپارل شوې وې.
يادو دواړو وکيلانو له مرکزي ادارې او ولسمشره وغوښتل، چې د کندهار د ولايتي ادارې ټول مسوولين دې له دندو ګوښه او پر ځاى دې په کار پوه کسان پر دندو وګوماري.
لالي ګواښ وکړ، که د خلکو ستونزې هوارې نه شي او غږ يې وا نه ورېدل شي، نو د ولايتي ادارې پر وړاندې به لاريونونو او نورو احتجاجي غونډو ته دوام ورکړي.
خو د کندهار ولايتي اداره ادعا کوي، چې د ولسي جرګې دغه دوه غړي خلک د خپل ځان په ګټه کاروي او د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته په پام سره د هغوى تر منځ ځانونه مطرح کوي.
د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د کب په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د وکيلانو دنده دا ده، چې په مرکز کې د خپل ولايت د خلکو ستونزې مطرح او د حل لارې ورته ولټوي، خو هغوى هېڅکله دا کار نه دى کړى.))
هغه زياته کړه، په کندهار کې د خلکو د ستونزو د اورېدو لپاره ولايتي شورا موجوده ده او دا د هغوى صلاحيت دى، چې اړوندې ستونزې له ولايتي ادارې سره په ګډه هوارې کړي.
د نوموړي په وينا، د ستونزو د هواري په موخه يې يادو شوو وکيلانو ته د ولايت مقام په اداري مجلس کې د ګډون بلنه هم ورکړې، خو هغوى نه ده منلې.
فيصل هم مني، چې د کندهار اوسېدونکي په بېلابېلو برخو کې ګڼې ستونزې لري، خو که د کندهار اوسنى وضعيت له تېرو څلورو کلونو مخکې حالت سره پرتله شي، اوسنۍ ادارې په چارو کې ډېر سمون راوستلى، چې وکيلان بايد سترګې ورباندې پټې نه کړي.
هغه په عدلي او قضايي ارګانونو کې فساد او په کارونو کې د خنډ موارد هم ومنل خو و يې ويل، چې اداره هره ورځ د خلکو د ستونزو د حل لپاره کار کوي او هره اونۍ د زندانيانو تر ٢٠٠ پورې دوسيې څېړل کېږي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي او حميدزي لالى د ولايتي ادارې څرګندونې ردوي او وايي، چې موخه يې د خلکو د ستونزو هوارول دي.
د کندهار ښار د يو شمېر ناحيو وکيلانو او معلولينو هم د وکيلانو د دغه راز څرګندونو په غبرګون کې په تېرو ورځو کې يو شمېر غونډې جوړې کړې او له هغوى يې غوښتي چې پر ولايتي ادارې د نيوکو او پر ضد يې د خلکو د راپارولو پر ځاى دې ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کندهار ښاروالۍ د ښار اړوند د نهمې ناحيې د لويې ويالې په سيمه کې پر غصب شوو ځمکو د جوړو شوو کلاګانو د نړولو په ترڅ کې د عبدالرحيم ايوبي کلا هم ونړوله، چې په غصب شوې ځمکه کې جوړه شوې وه.