ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي : د کانکور پايلې دې لغوه اعلان شي

9 Mar 2013 - 15:18
9 Mar 2013 - 15:18

دوهم تعقيب -کابل (پژواک ١٩ کب ٩١): نن په کابل له دوولسم ټولګي فارغ سلګونو هغو زده کوونکو، چې د کانکور په ازموينه کې بې نتيجې اعلان شوي، د ملي شورا مخې ته لاريون وکړ او غواړي، چې  د کانکور ازموينې پايله لغوه اعلان شي.

 د کانکور ازموينه کې، چې پايله يې د کب په ١٠مه اعلان شوه، د هېواد په کچه په کې ١٧٥ زرو کسانو ګډون کړى وو، چې له دې ډلې  ٤٢ زرو يې د لوړو زده کړو پوهنتونونو ته او ١٣ زره نورو يې نيمه لوړو زده کړو ته لاره ومونده.

 خو نن له غرمې مخکې په کانکور کې بې پايلې پاتې شوو يادو کسانو د کابل پوهنتون ته څېرمه د لوړو زده کړو وزارت مخې ته د ملي شورا پر لوري لاريون وکړ.

 لاريون کوونکو، چې شمېر يې تر پنځو سوو ډېر وو، له کابل او نورو اړوندو ولايتونو څخه راغلي وو او (په کانکور کې درغلي خيانت دى) (سرغړونکي دې ونيول شي) شعارونه يې ورکول او د کانکور ازموينې د لغوه کولو غوښتونکي شول.

 لاريون کوونکو ويل، ځينو کسانو حتى ٣٠٠ نومرې هم وړي، خو بې پايلې پاتې دي، په داسې حال کې، چې د کانکور تر ټولو لوړه نومره ٣٣٣ ده او د دې نومرې ګټونکى د هېواد په کچه  عمومي اول نومره اعلان شوى دى.

 د پکتيا ولايت يوه زده کوونکي حميد الله احمدزي، چې له نورو لاريون کوونکو سره يې يو ځاى په دغه لاريون کې ګډون کړى و، پژواک خبري اژانس ته وويل: “د کانکور په ازموينه کې درغلي شوې او پروسه يې روښانه نه وه او غواړو، چې د کانکور پايله لغوه اعلان شي.”

 هغه زياته کړه، يا خو دې له سره ازموينه واخيستل شي او يا دې کوم بې پرې کمېسيون جوړ شي، څو د کانکور په پروسه کې نا انډولي او درغلۍ وڅېړي.

 د غزني ولايت يوه بل زده کوونکي محمد ياسين ادعا وکړه، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې د چمتوالي کورسونه نيولي و او په کابل کې يې د ازموينې په موخه نوم ليکنه وکړه او ازموينه يې ورکړه د ٢٨٠ نمرو په ګټلو سره سره د بې نتيجې کسانو په لست کې بې پايلې اعلان شو.

 له بلې خوا د ځوانانو سازمان مشر فيض محمد ځلاند، يادونه وکړه، چې په کانکور کې درغلي د هيواد کدر له منځه وړي او ويې ويل، يو هيواد په جګړو او تاوتريخوالي نه اباديږي، بلکې د ظرفيت په لوړولو او ښوونې سره کولاى شي خپلو موخو ته ځان ورسوي.

نوموړي، چې په دې لاريون کې يې ګډون درلود زياته کړه: (( دا د خواشينۍ ځاى دى، چې په بې پايلو کسانو کې ډېرى کسان د کابل ليسو هلکان او نجونې دي او ډېرى د هغو ولايتونو کسان بريالي شوي، چي له هر ډول ښوونيزو امکاناتو څخه محروم دي.))

 ځلاند ګواښ وکړ، تر هغه، چې له پروسې ډاډمن نه شي نو خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

 د کانکور دغو بې پايلو زده کوونکو، د ملي شورا مخې ته لاريون وکړ او د پرېکړه ليک د صادرولو په ترڅ کې يې ادعا وکړه، چې بايد د لوړو زده کړو وزير د خپلو کړو درغليو په موخه عدلي او قضايي ارګانو ته ور وپېژندل شي.

په پرېکړه ليک کې راغلي ،چې دکانکو پايلې دې په بشپړه توګه لغوه اعلان شي ، دکانکور صلاحيت دې له اړوند وزارت نه واخيستل شي او يوې داسې ملي کمېټې ته دې وسپاري ،چې له بې پرې اشخاصو تشکيل شوې وي .

په پرېکړه ليک کې ډېرې نيوکې پر هغو ولايتونو شوي ، چې ښوونيزامکانات يې خورا کم دي .په همداسې ولايتونو کې په دايکنډي غوندې وروسته پاتې ولايت کې ٧٨سلنه کانکور ورکوونکي کامياب شوي ، په داسې حال کې ،چې کابل دشته ښوونيزو امکاناتو په درلودلو سره سره يواځې ١٦ سلنه کاميابان لري .

خو ځينې کارپوهان بيا د کانکور ازموينې دې شمېرې ته د شک په سترګه ګوري، ځکه دوى وايي، چې ښوونيزې اسانتياوې د نورو ولايتونو په پرتله په کابل کې ډېرې دي. 

خو د لوړو زده کړو وزارت وياند محمدعظيم نوربخش د کانکور په ازموينه کې درغلي او د روڼتيا نه شتون رد کړل او ويې ويل، چې د کانکور بېرته ترسره کېدل امکان نه لري او پايلې به يې لغوه اعلان نه شي.

هغه زياته کړه، چې د کانکور په پروسه کې د هېواد په کچه شاوخوا ٥ سوه درغلۍ تر سترګو شوې، خو د لوړو زده کړو وزارت ټول کسان نيولي او امنيتي ارګانو ته يې سپارلي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلينو چارو مرستيال پوهاند بري صديقي تېره اونۍ په يوه ناسته کې د کانکور ازموينې په پروسه کې درغلۍ او ستونزې رد نه کړې او ويلي يې و: “مافيايي ډلې او فرصت غوښتونکي سره يو ځاى شوي او له خلکو پيسې اخلي، خلکو ته دوکه ورکوي او خپله کمېشن کاري کوي، خو په څو ولايتونو کې مو دغه شان کسان نيولي دي.”

بل خوا دکانکور يو شمېر بې پايلې محصلين وايي ،چې داقتصادي ستونزو په سبب نه شي کولاى دلوړو زده کړو په شخصي موسسو کې زده کړه وکړي .

خودلوړو زده کړو موسسو ټولنې تېره ورځ اعلان کړه ،چې  ددولسمو ټولګيو له  ١٧٥٠٠زده کوونکو څخه چې په کانکور کې بې پايلې شوي ، دلوړو زده کړو په خصوصي موسسو کې به يې په ښو امتيازاتو جذب کړي .

ددغه ټولنې په وينا ، له دې جملې نه به ١٧زره په کم تخفيف او ٥٠٠ نور په وړيا ډول دلوړو زده کړو خصوصي موسسو ته جذب شي .

دلوړو زده کړو وزارت وايي ،چې اوسمهال دهېواد په کچه ١٥٠ زره محصلين دلوړو زده کړوپه  ٣١خصوصي او ٦٢ دولتي موسسو کې په لوړو زده کړو بوخت دي .

 

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version