ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د ٢٠١٤ کال تر وروستيو د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيتوب اخلي

افغانستان د ٢٠١٤ کال تر وروستيو د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيتوب اخلي

author avatar
13 Mar 2013 - 16:54
افغانستان د ٢٠١٤ کال تر وروستيو د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيتوب اخلي
author avatar
13 Mar 2013 - 16:54

کابل (پژواک ٢٣ کب ٩١): افغانستان به د ٢٠١٤ کال تر وروستيو د نړيوال سوداګريز سازمان غړيتوب ترلاسه کړي او په دې سره به د پانګونې لپاره پراخه زمينه برابره شي.

نړيوال سوداګريز سازمان “WTO ” په ١٩٩٠ زېږديز کال کې د هوکړه ليکونو د تنظيم او ادارې، د سوداګريزو شخړو د حل، د روزنيزو پروګرامونو او تخنيکي مرستو له لارې د له مخ پر ودې هېوادونو سره د سوداګريزې پاليسۍ جوړولو او … په موخه د سويس په ژنيو ښار کې رامنځته شو.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په نړيوال سوداګريز سازمان کې د افغانستان غړيتوب د اهميت وړ ګڼي او وايي، چې حکومت اصلاحي تقنيني پروګرامونه چمتو کړي، د خدمتونو او مالونو لپاره يې بازار ته د لاسرسي د لومړنيو وړانديزونو ټولې چارې  پيل کړې دي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د سوداګرۍ مرستيال مزمل شينواري نن (د کب ٢٣مه) په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو له خوا د منلو لپاره يو شمېر شرايط وضع شوي، چې په دې اړه د دغه سازمان له خوا افغانستان ته ١٦٠ پوښتنليکونه د ځواب ورکولو لپاره سپارل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د ښو سوداګريزو قوانينو شتون، د سيمې او ګاونډيو هېوادونو له توليداتو سره د کورنيو توليداتو سيالي، د ښکته ګمرګي تعارفو وضع کول او بهرنيو پانګوالو ته د ښو اسانتياوو رامنځته کول په دغه سازمان کې د شاملېدو لپاره عمده شرطونه دي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د سوداګريزو چارو مرستيال په داسې حال ، چې د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کول يې يوه اوږده پروسه وبلله، زياته يې کړه، چې د نړيوالې سوداګرۍ سازمان غړي د افغانستان له چټکې يو ځاى کېدنې څخه ملاتړ کوي.

شينواري وويل: “په دغه سازمان کې غړيتوب د افغانستان اقتصادي پرمختګ دى. موږ غواړو چې زياته پانګونه جذب کړو، نو د همدې لپاره مو د ستنډردونو او جواز پاڼو د ساده کولو لپاره کار کړى.”

د هغه په خبره، تر اوسه د ٢٣قوانينو مسودې ترتيب شوي او ټاکل شوې، چې سږ کال د حکومت او ملي شورا له خوا د ١٤ نورو قوانينو په تصويب سره د ٢٠١٤ کال تر پايه د نړيوالې سوداګرۍ سازمان غړيتوب ترلاسه کړي.

که څه هم په دغه سازمان کې د افغانستان له غړيتوب وروسته د کورنيو توليداتو د اغېزمن کېدو له اړخه ځينې اندېښنې شتون لري، خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د دغه سازمان غړو هېوادونو په بازارونو کې د افغانستان صادراتو ته له تبعيض پرته او خوندي لاسرسى، د ياد سازمان له ګټو ګڼي.

د سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ مرستيال وويل: “د سوداګرۍ نړيوال سازمان په بازارونو کې له افغاني خدمتونو او توليداتو سره  د غيرعادلانه چلند کنټرول  لرې کېږي او د هېواد اقتصاد به د پانګونې او صادراتو د زياتوالي په پايله کې غښتلى شي.”

د ويلو ده، چې افغانستان په لومړي ځل په ٢٠٠٤ زېږديز کال کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د غړيتوب غوښتنه کړې وه، چې بالاخره په ٢٠١٠ او ٢٠١١ کال کې له دغه سازمان سره د افغانستان د يو ځاى کېدو په اړه  د سازمان له  کاري ډلو سره  خبرې او سلامشورې پيل شوې.  

اوس مهال ١٥٩ هېوادونه د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيتوب لري او د افغانستان په ګډون  ٢٤ يې د غړيتوب اخيستو په حال کې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.