ژبه

د پنجوايي ولسوال: وسلوالو دوه ملکي وګړي په دار ځړولي

 کندهار (پژواک ٢٦ کب ٩١) : د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې وسلوالو مخالفينو د يوه ساختماني شرکت دوه کارکوونکي تر تښتولو وروسته وژلي دي.

 د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى وايي، وسلوالو مخالفينو دغه دوه تنه د دغې ولسوالۍ د تلوکان او زنګ اباد په سيمه کې وژلي دي.

 هغه د کب په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې يوه ورځ وړاندې د يوه ساختماني شرکت دوه کارکوونکي د امنيتي ځواکونو له خبرتيا پرته د ولسوالۍ ناامنې سيمې ته د پلچکونو د جالۍ لګولو لپاره تللى وو، چې وسلوال مخالفين پرې خبر شوي وو او له ځان سره يې وړي وو.

 د نوموړي په وينا، دغه کسان تر سختو وهلو او شکنجو وروسته وژل شوي، بيا پرې بمونه تړل شوي او جسدونه يې په يوه سوځول شوي ښوونځي کې په دار ځړول شوي دي.

 د اسحاقزي د څرګندونو له مخې، سيمه د ايساف ځواکونو د امنيتي کېمرو په مرسته کشف شوې، پوليس ور لېږل شوي، چې د يوه مړى يې راکښته کړى او د بل جسد د راکښته کولو هڅې روانې دي.

 وسلوالو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په نورو وختونو کې د دغه راز پېښو مسووليت وسلوالو طالبانو منلى دى.

 څه موده وړاندې وسلوالو مخالفينو په دغه سيمه کې ديوه ١٢ کلن ماشوم څخه له دې امله سر پرې کړى و، چې ګواکې ورور يې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دنده تر سره کوي.

 له تېرې څه مودې راهيسې يو ځل بيا د کندهار له بېلابېلو ولسواليو د دغه راز پېښو او نا امنيو خبرونه تر لاسه کېږي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د ملي اردو په مشرۍ افغان ځواکونو د کندهار په ګډون په سوېل کې د عقاب په نوم عمليات پيلوي، چې ډېر تمرکز به يې په نا امنو ولسواليو کې وي.

 

ورته موضوع