ژبه

کندهار ( پژواک ٢٩ کب ٩١ ) : د کندهار ولايت په غورک ولسوالۍ کې وسلوالو له درېيو تنو سرونه غوڅ کړي دي.

دغه پېښه د يادې  ولسوالۍ د مار مانده په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د غورک ولسوال داروخان د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژنس ته وويل، چې وسلوالو مخالفينو درې  ملکي وګړي لومړى له موټره کښته کړي او وروسته يې ترې سرونه غوڅ کړي دي.

هغه زياته کړه، دغه درې تنه ملکي وګړي، د هلمند له سنګين ولسوالۍ څخه غورک ته پر لاره وو، چې له دې پېښې سره مخ شول.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې وژل شوي کسان ملي پوليس دي.

د دغې سيمې يوه اوسېدونکي ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، چې وژل شوي کسان پوليس دي او له سنګين ولسوالۍ څخه غورک ته د خپلې دندې په موخه راتلل، چې وسلوالو تښتولي او وژلي يې دي.

وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د يادې شوې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خود غورک ولسوال وايي، چې په روانه مياشت کې ګڼې دغه راز نورې پېښې هم رامنځته شوي، چې وسلوال طالبان پکې ښکېل دي.

هغه وايي، وسلوال مخالفين د خلکو په کرنيزو ځمکو او باغونو کې هم ماينونه ځاى پر ځاى کوي او داسې اوونۍ نه شته، چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله په کې نه اوړي.

غورک د کندهار ښار شمال ته له اروزګان او هلمند ولايتونو سره پر پوله پرته غرنۍ ولسوالي ده، چې شپږ کاله د وسلوالو مخالفينو په کنټرول کې وه، خو تېر کال د پوځي عملياتو په پايله کې بېرته د دولت تر واک لاندې راوستل شوه.

څو ورځې مخکې په پنجوايي ولسوالۍ کې هم وسلوالو مخالفينو د يوه ساختماني شرکت دوه کارکوونکي په دار ځړولي وو.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په دې وروستيو کې د کندهار امنيت نسبتاً ښه شوى و.

له دې پېښو سره هم مهاله امنيتي ځواکونو ويلي، چې ډېر ژر به په سوېل کې د عقاب په نوم پسرلني عمليات پيل کړي، تر څو په هغو سيمو کې د مخالفينو ګواښونه له منځه يوسي، چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا محسوس شوي دي.

ورته موضوع