کندهار (پژواک ٣ ورى ٩٢): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو په يوه کمين کې څلور طالب قوماندانان نيول شوي دي.
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د وري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نيول شوي څلور تنه د طالبانو د منځنۍ کچې قوماندانان دي.
هغه زياته کړه، دغه کسان تېره شپه ناوخته د پنجوايي ولسوالۍ د ګرندي په سيمه کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو د ګډ کمين په پايله کې نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دغه کمين او عملياتو کې يو شمېر نور داسې کسان هم نيول شوي، چې له مخالفينو سره د لاس لرلو او مرستې شک پرې کېږي، خو هغه يې شمېر ونه ښود.
دى وايي، نيول شوي قوماندانان او شکمن وګړي اړوندو ارګانونو ته د پوښتنو په موخه سپارل شوي دي.
ګرندي د پنجوايي ولسوالۍ هغه لرې پرته سيمه ده، چې د سيمې د اوسېدونکو په وينا، څو ورځې وړاندې ورته يوه ډله وسله وال طالبان راغلي وو او غوښتل يې امنيت ګډوډ کړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پنجوايي هغه ولسوالي ده، چې څو مياشتې مخکې په کې د څلورو کليو لسګونو اوسېدونکو د وسله والو مخالفينو پر ضد ولسي پاڅون کړى دى.
په کندهار کې تر څه مودې ارامۍ وروسته له ځينو ولسواليو د ناامنۍ خبرونه ترلاسه کېږي، څو ورځې وړاندې په همدې ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو د يوه ساختماني شرکت دوه کارکوونکي په دار ځړولي وو.
امنيتي چارواکي وايي، پر همدې بنسټ يې په نوي کال کې د عقاب په نوم عمليات پلان کړي، چې د وسله والو مخالفينو دغه راز ګواښونه له منځه يوسي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن