کندهار (پژواک ١١ ورى ٩٢): د کندهار چارواکي وايي، چې ګډو ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د پنجوايي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال له پنځو تنو نورو سره وژلى دى.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پنجوايي لپاره د طالبانو ولسوال وکيل عبدالله تېره شپه ١٢ بجې وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، وکيل عبدالله تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سيمه کې هغه مهال ووژل شو، چې له خپلو کسانو سره يو ځاى يې د دولت پر ضد د ورانکارو کړنو هوډ درلود.
د نوموړي په وينا، ګډ امنيتي ځواکونه و توانېدل، چې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د پنجوايي لپاره د طالبانو ولسوال له خپلو پنځو کسانو سره يو ځاى ووژني.
دى وايي، ګډو ځواکونو د عملياتو په دوام په همدې ساحه کې ٨ نور وسله وال مخالفين له يو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيولي، چې په دې ډله کې د طالبانو يو بل ځايي قوماندان محمدقاسم هم شامل دى.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى وايي، چې د پنجوايي لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال له ډېر پخوا د دوى تر څار لاندې و.
هغه زياته کړه، وکيل عبدالله په اصل کې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکى و او د طالبانو له خوا د پنجوايي لپاره ولسوال ټاکل شوى و، چې په دې وروستيو کې يې د امنيت ګډوډولو پلان درلود.
دى وايي، څو ورځې وړاندې په همدې ولسوالۍ کې د يوه ساختماني شرکت کارګر د همده په امر لومړى وژل شوي او بيا يې ځړولي وو.
هغه د پنجوايي ولسوالۍ د امنيت په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د دې ولسوالۍ د ګڼو کليو خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړى او دغه راز په ګڼو سيمو کې د هغوى چاڼيز عمليات هم دوام لري.
د يادونې ده، چې پوليسو تېره شپه د کندهار په معروف ولسوالۍ کې هم د حافظ حکمت په نوم د وسله والو طالبانو هغه قوماندان ، چې د دغه ولايت پر دوو امنيه قوماندانانو يې د ځانمرګو بريدونو لپاره پوليس اماده او بريدونه يې طرحه کړي وو، له دوو ملګرو سره وژلى دى.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.