ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې بايد دپاکستان لاسوهنې بندې شي

په افغانستان کې بايد دپاکستان لاسوهنې بندې شي

author avatar
31 Mar 2013 - 17:29
په افغانستان کې بايد دپاکستان لاسوهنې بندې شي
author avatar
31 Mar 2013 - 17:29

 کابل ( پژواک ١١ ورى ٩٢ ) : پاکستان دخپل دوه مخي سياست او د تروريستي شبکو دملاتړ او سمبالښت له امله دنړۍ په عمومي افکارو کې ګوښه شوى، د نړيوال خطر او د ناورين د مرکز په نامه پېژندل کېږي .

يو شمېرکارپوهانو ددغه مطلب په څرګندولو دافغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان دلاسوهنې دبندولو غوښتنه وکړه او له حکومت څخه يې وغوښتل، چې د امنيتي ځواکونو او استخباراتو د سمبالښت او پياوړي کولو او دهېواد په بهرني سياست د بيا کتنې غوښتنه وکړه .

 دغو کارپوهانو دافغانستان په اړه دپاکستان سياست محکوم کړ او هغه يې دافغانستان په زيان وباله .

دمحمود طرزي فکري بنسټ يو شمېر غړو نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل ، چې پاکستان خپلې ګټې په افغانستان کې د سازمان شوو بحرانونو په دوام او د نا امنۍ په زياتېدو کې لټوي .

 ددغه بنسټ غړي او د سياسي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني وويل ،چې پاکستان خپلوستراتيژيکو موخو ته د رسېدو لپاره غواړي ، چې خپلې ګتې په افغانستان کې د ناامنيو په سختوالي او د پلان شوو بحرانونو په دوام کې خوندي کړي .

هغه زياته کړه ،چې دغه هېواد هر وخت دافغانستان دکورنيو مسايلو پر وړاندې ننګونکې پاليسي غوره کړې او په ځانګړي ډول پوځ او استخباراتي شبکې يې ،له افراطيت، دافغانانو له ښه نيت اودسړې جګړې له فرصتونو د ځان لپاره ګته اخيستې .

 کوهستاني زياته کړه ،چې ملکي حکومت دپاکستان په سياسي بدلونونو کې چندان رول نه لري او په هغه هېواد کې د پوځ او استخباراتو نفوذ ددې سبب شوى ،چې دتروريزم او تند لارۍ ځالې پراخه او ډېرى پاکستاني ګوندونه ددغه ليدلورو تر اغېز لاندې راشي .

 د نظامي چارو دغه کارپوه وويل، چې په افغانستان کې ډېرى ترهګرو ډلو له نيولو وروسته اعتراف کړى، چې په پاکستان کې روزل شوي، سمبال شوي او په دغه هېواد کې ډېرى پلان شوي ترهګريز بريدونه داستخباراتي سازمانونو له خوا عملي شوي، چې پاکستان د همدې پاليسۍ له امله دنړۍ په افکارو کې ديوه نړيوال خطر په توګه معرفي شوى دى .

 هغه په ډاګه کړه : (( پاکستان په خپل هېواد کې دکنټرول ځواک له لاسه ورکړى، شمالي او جنوبي وزيرستان دترهګرو په اساسي مرکزونو بدل شوي ،دغه هېواد نن په عمومي افکارو کې ګوښه شوى او د ترهګرۍ په خطر او د نړيوال ناورين په مرکز بدل شوى دى .))

 هغه افغان حکومت د يوه روښانه بهرني سياست په نه لرلو تورن کړ او زياته يې کړه ،چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو خړپړ تيا ديوه په ګټه هم نه ده او ددې برعکس ترهګريزو شبکو او اقتصادي ننګونو ته د پراختيا زمينه مساعدوي .

 کارپوهانو په دغه ناسته کې له حکومت څخه وغوښتل ، څو د تېرو تجربو په نظر کې نيولو سره له پاکستان څخه د سولې په خبرو اترو کې دهمکارۍ غوښتنه وشي .

 د نظامي چارو يوه بل کارپوه غلام حسين هزاره دپاکستان له زندانونو د افغاني طالبانو دخوشې کولو په اړه له افغان حکومت څخه دجدي هڅو او د سولې له خبرو د پاکستان دملاتړ جلبولو غوښتنه وکړه .

هغه له وسله والو طالبانو سره خبرې او د سولې پروسه د افغانانو لپاره له اهميت څخه ډکه چاره وبلله او ويې ويل ،چې دغه پروسه بايد دپاکستان له ولکې راووځي .

هزاره زياته کړه ، چې پاکستان به هېڅکله هم تر خپل واک لاندې طالب مشرانو ته له دې پروسې څخه د ملاتړ اجازه ور نه کړي ، خو ډېرى هغه افغاني طالبان،  چې دکوېټې او پېښور په شورا کې دي ، ددغه هېواد له سياستونو ستړي شوي دي .

 دغه کارپوه وايي : (( يوه برخه طالبان چې افغانان دي ، هلته دپاکستان تر اسارت لاندې ژوند کړى او کورنۍ يې په مېشت غالو کې دي ، له هغوى سره بايد اړيکې جوړې شي ، څو ددغو طالبانو او کډوالو  يوه زياته برخه افغانستان ته راستانه شي .))

هغه دسولې پروسې په کمزورۍ او له وسه والو مخالفينو سره په خبرو نيوکه وکړه او زياتوي ،چې د سولې او امنيت خوندي کولو لپاره بايد له ګاونډيو هېوادونو څخه سوال ونه شي .

 دمحمود طرزي فکري بنسټ يوه بل غړي عبدالرحمن حبيب زوى هم په دغه خبري غونډه کې وويل ، هر وخت چې افغانستان دسولې پروسې په برخه کې پرمختګ کړى او يايې هم په دغه برخه کې کومه لاسته راوړنه درلودلې ، نو پاکستان يې په يوه ډول پر وړاندې خنډ جوړکړى .

 هغه يادونه وکړه ، چې دولت د ګاونډيو او بهرنيانو دلاسوهنې په اړه روښانه او رڼه پاليسي نه لري او وايي ،چې دحل لاره داده ، څو افغان سياسى مشران  خپلو فکرونو ته بدلون ورکړي ، اختلافات دې شاته وغورځوي ، له سليقوي غوښتنو دې تېر شي ، د ملي ګټو په اړه دې فکر وکړي او د سولې پروسې ته دې وړ کسان جذب شي .

حبيب زوى څرګنده کړه ،چې ښه حکومتوالي ، دامنيتي او استخباراتي بنسټونوغښتلتيا کولاى شي د بهرنۍ لاسوهنې په مخنيوي کې اغېزمن تمام شي .

دا په داسې حال کې ده ، چې دملګرو ملتونو مرستندويه دفتر ( يوناما ) دافغان حکومت په مشرۍ دسولې له پروسې څخه ملاتړ اعلان کړى او له وسله والو مخالفينو يې غوښتي ، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات خوندي کولو لپاره را وړاندې شي .

 د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبيش تېره اونۍ په کابل کې په خپله خبري ناسته کې وويل ، چې ملګري ملتونه دسولې له پروسې ملاتړ کوي او ټينګار کوي ،چې دغه پروسه دې يو داسې بهير وي، چې دافغانانو په مشرۍ مخته يوړل شي .

ولسمشر حامد کرزي له وسله والو مخالفينو سره د افغان حکومت د خبرو اترو او دطالبانو د رسمي دفتر دپرانېستې لپاره  دهڅو په لړۍ کې دقطر د امير په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر وکړ او ټاکل شوې ، چې دنورو موضوعاتو ترڅنګ به له قطري چارواکو سره په هغه هېواد کې دطالبانوددفتر په پرانېسته هم خبرې وکړي .

 ولسمشر په دغه سفر کې وويل : ” په هېواد کې دسولې راوستو لپاره به هر هغه څه تر سره کړو ، چې زموږ په توان کې دي … موږ سوله غواړو ، خو بايد چې خپلې وروستۍ لاسته راوړنې ، خپلواکي ، ملي حاکميت او د افغانستان عزت وساتل شي .”

د ویلو ده ، چې د ولسمشر وياند اېمل فيضي هم ويلي و، چې پاکستان دسولې پروسې دمخته وړلو لپاره يو شرط اېښى ، چې افغانستان بايد له هند سره ښې اړيکې ونه لري . خو دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت وايي ، چې دوى په افغانستان کې دسولې پروسې د مخته وړلو لپاره هېڅ شرط نه دى اېښى .

 

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.