کندهار (پژواک ٣١ ورى ٩٢): د کندهار په غورک ولسوالۍ کې له پخوا تړل شوي دوه لومړني ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول.
چارواکي وايي، ياد دوه ښوونځي په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په همکارۍ او د غورک ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه فعال شوي دي.
د غورک ولسوال دارو خان د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په فعال شوو ښوونځيو کې دا مهال زر ماشومان، چې ٨٠٠ يې هلکان او ٢٠٠ يې نجونې دي، زده کړې کوي.
هغه زياته کړه، که څه هم غورک يوه لرې پرته ولسوالي ده، خو خلک يې پر دې پوهېدلي، چې بايد پر خپلو ماشومانو زده کړې وکړي.
دى وايي، په دې ولسوالۍ کې، چې دوه کاله مخکې د وسله والو طالبانو د يوه مرکز په توګه پېژندل کېده، ښوونځى، روغتيايي مرکز او نورې خدماتي ادارې هيڅ نه وې.
د نوموړي په وينا، خو له کله چې ياده ولسوالي د دولت تر واک لاندې راغله، له نوو دوو پرانيستل شوو ښوونځيو سره په کې د ښوونځيو شمېر لسو ته لوړ شو.
هغه وويل، د ښوونځيو د پوره اکمال او فعال ساتلو لپاره کار کوي او د پوهنې رياست به د پرانيستل شوو ښوونځيو زده کوونکو ته ټول درسي مواد برابر او مسلکي ښوونکي به هم ورته پر دنده وګوماري.
غورک د کندهار ښار شمال لور ته پرته لرې ولسوالي ده، چې پوره شپږ کاله د طالبانو تر ولکې لاندې وه او دوه کاله مخکې د پوځي عملياتو په پايله کې بېرته د حکومت تر واک لاندې راوستل شوه.
چارواکي وايي، اوسمهال هلته د دولت بشپړ واک دى او امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي، چي له کبله يې د خلکو لپاره لس ښوونځي، دوه کلينيکونه او ځيني نور پرمختيايي مرکزونه په ښه ډول فعاليت کوي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د نورو ولسواليو په پرتله سيمه ييزو پوليسو ته زيات کسان ورکړي، چې په خپلو کليو او بانډو کې په پر له پسې توګه د وسله والو مخالفينو د کړنو مخه نيسي.