ژبه

 کندهار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): د کندهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي، چې په دغه ولايت کې نږدې دوه ميليونه وګړي ژوند کوي، خو پنځوس زره وګړي يې کار او روزګار نه لري.

 د کار او ټولنيزو چارو رييس نظر علي قاطع د غويي په لومړۍ نېټه د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې يوې خبري غونډې ته وويل، په کندهار کې نا امني، د ظرفيتونو نشتوالى، د برېښنا کمښت او يو شمېر نورې ستونزې هغه لاملونه دي، چې دلته يې ګڼ شمېر وګړي بېکاره کړي دي.

 هغه زياته کړه، اوسمهال د تخميني شمېرو له مخې، د کندهار ټول نفوس ٢ ميليونه دى، چې تر پنځوس زره ډېر وګړې يې بې کاره دي.

 قاطع وايي، د نورو ستونزو تر څنګ په کندهار کې د برېښنا د نشتوالي له امله د کاري فرصتونو د نه پيداکېدو ستونزه اوج ته رسېدلې ده.

 د ده په خبره، که د برېښنا حالت د اوس په شان پيکه او يوازې د کورونو د رڼا کولو لپاره وي، نو د بې کارۍ ستونزه به نوره هم ډېره شي.

 د کار او ټولنيزو چارو رييس د بېکارۍ د کچې په لوړوالي کې داخلي مهاجرتونه هم يوه لويه ستونزه وګڼله او ويې ويل، دغه ولايت د هېواد له هغو سيمو څخه دى، چې په کې د جنګ جګړو له امله د کورنيو د بې ځايه کېدو ستونزه ډېره زياته ده، همدا عمده لامل دى، چې پر نفوس اغېز وکړي او ډېر کسان بې کاره شي.

 قاطع وويل، په کندهار کې ګڼ شمېر هغه کسان بېکاره دي، چې کوم ځانګړى مسلک نه لري، نو ځکه ورته کار هم په مشکله پيدا کېږي.

 نوموړى وايي، له تېر کال راهيسې يې  شاوخوا ١٦٦ پاکستاني اتباعو ته د کار جوازونه ورکړي، چې ډېرى يې ساختماني کارونه کوي.

 قاطع وويل، پاکستاني کار کوونکو ته يې د کار موقت جوازونه ورکړي او دغه راز يې ورباندې دا شرط ايښى، چې هر يو به په خپل مسلک او څانګه کې دوه يا درې افغانان روزي.

 د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي، چې په کندهار کې د نورو لويو حرفو په برخه کې د مسلکي کسانو روزنې ته اړتيا ده، خو اوس هم دلته د خياطۍ او نورو چارو زده کړې ورکول کېږي، چې دغه کړنه دوى مجبوروي، څو بيا هم بهرنيان د کار لپاره را وغواړي.

 د ده په خبره، په تېر کال کې په دولتي ادارو کې د کار کولو لپاره ورته څه باندې درې زره کسانو مراجعه کړې، چې د ازاد رقابت له لارې په بېلابېلو ادارو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

 هغه دغه راز د حرفوي زده کړو د پروګرامونو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې تېر کال يې ٢٦٠ تنه د حرفوي زده کړو او ٣٠ يې د کمپوټر د زده کړې په برخه کې روزلي دي.

 په کندهار ولايت کې په داسې حال کې ګڼ شمېر ځوانان بېکاره او بې روزګاره دي، چې دلته په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې  ډېريږي او د سيمه ييزې ادارې د شمېرو له مخې، په دغه ولايت کې د نشه يانو شمېر تر ٨٠٠٠ تنو زيات دى، چې چارواکي يې لامل بې کاري بولي.

ورته موضوع