ښرنه (پژواک، د غوىي لومړۍ نېټه ٩٢): د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ په بازار کې نن غرمه د ځانمرګي بريد له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون اوه نور ټپيان دي.
د پکتيکا ولايت د رسنيو د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بريد کې د جاني خېلو پخوانى ولسوال احسان الله سادات هم وژل شوى دى.
خبرپاڼه زياتوي، احسان الله سادات دوه کاله مخکې د جاني خېلو ولسوال و او اوس يې کومه رسمي دنده نه لرله.
سرچينه زياتوي، په بريد کې ټپي پوليس او ملکي وګړي د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتيا يي حالت يې ښه ښودل شوى دى.
خبرپاڼه کاږي، امنيتي ځواکونو په سيمه کې د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن