خوست ښار (پژواک ١٩ غويى ٩٢): د خوست امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د شوي ځانمرګي بريد له امله يواځې ځانمرګى بريدګر وژل شوى دى.
دغه ځانمرګى بريد نن (د غويي ١٩مه) سهار په څه کم لس بجې د خوست ښار د فيض محمدخان په څلورلارې کې ترسره شوى دى.
د خوست د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمديعقوب د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى لا له مخکې د دغه ولايت ښار ته د يوه ځانمرګي د راتلو په اړه معلومات ترلاسه کړي وو.
هغه زياته کړه، چې له همدې امله يې په ټول ښار او ځينو ولسواليو کې امنيتي تدابير نيولي وو.
سمونوال يعقوب وويل، چې دغه ځانمرګى بريد کوونکى پلى و او غوښتل يې چې د امنيتي ځواکونو او دولتي پلاوي هغه کاروان په نښه کړي، چې ګربزو ولسوالۍ ته يې د تګ پلان درلود.
د نوموړي په وينا، ياد ځانمرګى بريدګر د فيض محمد په څلورلارې کې د پوليسو د موقتې پوستې د سرتېرو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته کلابند شوى و او د وارخطايۍ له امله يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
عيني شاهدان وايي، چې دوى د درنې چاودنې غږ اورېدلى او اوس ساحه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.
په دې سيمه کې د ملي اردو د تاسيساتو دروازه، د خوست لوى سپين جامع جومات او بازار موقعيت لري.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن