کندهار ښار (پژواک ١٩ غويى ٩٢): د کندهار چارواکي وايي، چې وسله والو مخالفينو او د هغوى ځينو پلويانو د برېښنا درې لويې پايې الوځولې دي.
د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون په ميوند ولسوالۍ کې د لاريون پر مهال رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه،چې وسله والو طالبانو او د هغوى يو شمېر پلويانو تېره ورځ د خلکو له احساساتو په ګټې اخيستنې د هغوى له لاريون څخه ناوړه ګټه پورته کړې او پر مهال يې د برېښنا درې لويې پايې په ماينونو الوځولې دي.
فيصل وايي، چې د هلمند له کجکي بند څخه د کندهار ولايت ته د برېښنا د مزو درې لويې پايې (برقي خادې) تېره ورځ سهار وختي د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هغو کسانو له خوا الوځول شوې چې د لاريوون کوونکو له منځه يې د افغان ملي امنيتي ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول.
د هغه په وينا، د يادو برېښنايي پايو له الوځولو مخکې وسله والو طالبانو د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې هم هغه برېښنايي مزي پرې کړي چې کندهار ولايت غځېدلي وو او وروسته يې د برېښنا رياست له هغو کار کوونکو سامانونه او وسايل هم اخيستي چې د يادو پايو ترميم ته ګومارل شوي وو.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول وايي، چې تر دغو دواړو پېښو وروسته له کجکي څخه کندهار ښار تللې برېښنا پرې شوې او په ښار کې اوس له ډيزلي برېښنا ګټه اخيستل کېږي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.