کندهار ښار (پژواک ٢٣ غويى ٩٢): په کندهار ولايت کې د ملکي وګړو پر يوه موټر د ماين چاودنې لس ملکي وګړي وژلي او ١٢ نور ټپيان دي.
دغه پېښه نن غرمه مهال د دغه ولايت د ارغستان او معروف ولسواليو ترمنځ سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ارغستان ولسوال عبدالغني مسلميار د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د وام په سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه مني بوس موټر شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې لس عام وګړي وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
ولسوال وايي، چې په وژل شوو او ټپيانو کې يو شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ماين چاودنو او عملياتو پر مهال ملکي تلفات ډېر شوي دي.
ولسمشر حامد کرزي د ماين ايښودنې دغه پېښه په کلکه غندلې ده.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د دغې پېښې د غندلو ترڅنګ ويلي، چې د ښځو او ماشومانو وژل يو ډارن، غير انساني او نه بښونکى عمل دى.
نوموړي د دغې پېښې د وژل شويو کسانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي او ټپيانو ته يې د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتيا هيله کړې ده.