ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيفا او ځينې ګوندونه د ټاکنو د قانون په طرحه کې له ځينو بدلونونو سره موافق دي

23 May 2013 - 18:16
23 May 2013 - 18:16

کابل (پژواک، ٢ غبرګولى  ٩٢): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) او ځينې ګوندونه د ټاکنو قانون په  طرحه  کې د ولسي جرګې له ځينو بدلونونو سره موافق دي ،خو له ځينو سره مخالف نظر لري.

ولسي جرګې د ټاکنو د قانون طرحه، چې حکومت تېر کال په مرغومي مياشت کې ور استولې وه، له يو لړ بدلونونو سره  يوه ځاى تېره ورځ د رايو په اکثريت تصويب کړه.

  دغه طرحه په ١٧ فصلونو کې جوړه شوې او ٦٧ مادې لري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) اوځينې سياسي ګوندونه د ولسي جرګې له خوا د يادې طرحې تصويب  ځکه  يوه لويه لاسته راوړنه  بولي،  چې تر اوسه  ټاکنې د تقنيني فرمانونو له خوا ترسره کېدې.

په دې  طرحه کې حکومت د ټاکنو د سيستم په اړه وړانديز کړى و، چې د پخوا په څېر دې د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم (SNTV ) وي، چې دغه وړانديز د ولسي جرګې له لوري هم ومنل شو.

خو د فيفا مشر جانداد سپين غر پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې  د مدني ټولنو او سياسي ګوندونو د ټاکنو د “مختلط سيستم” غوښتنه کوله ، چې ولسي جرګې ونه منله.

په مختلط سيستم کې د خپلواکو کانديدانو تر څنګ ګوندونه هم کانديدېداى شي، خو د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم کې ګوندي او غير ګوندي کسان په خپلواکه توګه ځان کانديدوي.

سپين غر هم مختلط سيسټم غوره وباله او ويې ويل چې د دې سيسټم له لارې  سياسي ګوندونو ته تر ډيره  د دې لاره هوارېږي ، چې ملي شورا  ته لار پيدا کړي .

د حق او عدالت ګوند د رهبري پلاوي غړى عباس نويان  هم وايي، چې  ولسي جرګې بايد د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم (SNTV ) پرځاى مختلط سيستم تصويب کړى واى ، ترڅو د رايو د ضايع کېدو مخه نيول شوې واى .

د ملي جبهې وياند سردارمحمد رحيمي  هم د ټاکنو د سيسټم په برخه کې   نويان او سپين غر  ته ورته نظر لري.  

 د حکومت له خوا د ټاکنو قانون د طرحې په دويمه ماده کې راغلي، چې رايې بايد د رايې له مرکزونو څخه د ولايت مرکز ته ولېږدول او وشمېرل شي ، خو د ولسي جرګې په مصوبه کې راغلي، چې رايې بايد له ځنډ پرته  د رايې ورکونې په مرکزونو کې وشمېرل شي.

په تېرو ټاکنو کې د رايې ورکونې د پايلو د لېستونو يوه کاپي کانديد ته ، يوه کاپي  د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته او يوه کاپي هم له صندوق سره استول کېده او رايې د ولايت په مرکز کې شمېرل کېدې.

د فيفا مشر هم په دې برخه کې له ولسي جرګې سره موافق دى، خو وايي، چې د ټاکنو د پايلو يوه ، يوه کاپي بايد  رسينو ،  مشاهدينو ، د ګوندونو استازيو او د مدني ټولنو غړيو ته ورکړل شي.

د عدالت ګوند استازى عباس نويان هم د ولسي جرګې له يادې پرېکړې سره موافق دى او وايي ، چې د رايو د پايلو يوه کاپي په اړوند صندوق کې وي او يوه ،  يوه کاپي يې  دې کانديد،د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورکړل شي.

د ملي جبهې وياند رحيمي هم ټينګار کوي ، چې  رايې بايد  د رايې  ورکونې په مرکزونو کې وشمېرل شي .

هغه زياته کړه ، چې د ولايت په مرکز کې د رايې له شمېرلو خلک اندېښنه لري، ځکه چې هلته د درغلۍ امکانات شتون لري.

د ټاکنو قانون د طرحې په څلورمه ماده کې حکومت وړانديز کړى، چې د پخوا په څېر دې د ټاکنو وروستۍ پايلې د ټاکنو کمېسيون له لوري تصديق او اعلان شي.

خو ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون تر تصديق وروسته دې د ټاکنو پايلې د ټاکنو  کمېسيون له لوري اعلان شي .

سپين غر ، نويان او رحيمي درې واړه د ولسي جرګې له دې پرېکړې سره موافق دي .

د يادې طرحې له مخې، حکومت وړانديز کړى و، چې هر ولايت بايد په څو ټاکنيزو حوزو ووېشل شي، خو ولسي جرګې وپتېيله، چې هر ولايت دې د پخوا په څېر يوه ټاکنيزه حوزه وي.

د ازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په پام سره  په ياده برخه کې د ولسي جرګې له پرېکړې ملاتړ کوي، خو وايي اړينه ده ، چې په راتلونکي کې د ولايتونو پر ځاى ټول هېواد په څو حوزو ووېشل شي.

 د هغه په وينا، دا مهال ځکه غوره ده، چې هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه وي، چې د نفوس کره شمېر نه دى معلوم او سرحدونه هم په بشپړ ډول نه دي تړلي .

د ملي جبهې وياند هم  وايي ، چې په افغانستان کې سر شمېرنه نه ده  شوې او که چيرې هېواد په  ټاکنيزو حوزو ووېشل شي، نو په لوړه کچه به په ټاکنو کې درغلي وشي ، ځکه چې پر حوزو د وېشل کېدو په صورت کې کېداى شي ، چې انتخاباتي حوزې ډېرې او د امنيت ټينګښت يې ستونزمن شي.

خو د نويان په اند ښه به وه ، چې ټول افغانستان په څو حوزو ويشل شوى واى، ځکه چې بيا هر کانديد کولاى شول ، چې په ښه توګه په خپله حوزه کې ځانته کمپاين وکړي او د رايو د ضايع کېدو مخه ونيول شي.

حکومت د ټاکنو قانون د طرحې د اومې مادې په شپږمه فقره کې وړانديز کړى و، چې د کوچيانو لپاره دې ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه وي، خو ولسي جرګې دغه وړانديز رد کړ او پرېکړه يې وکړه، چې ټول هېواد بايد د کوچيانو لپاره لس ټاکنيزې حوزې وي.

د فيفا مشر وايي ، چې د پخوا په څېر بايد ټول افغانستان د کوچيانو لپاره يوه حوزه ځکه وي ، چې د کوچيانو لپاره  په لسو حوزو د افغانستان د وېشلو عملي کول  ستونزمن  دي .

هغه زياته کړه ، چې کوچيان په ځينو ولايتونو کې لږ او په ځنيو کې ډېر دي او ممکن نه ده، چې افغانستان دې په مساويانه ډول د کوچيانو لپاره  په لسو حوزو وويشل شي .

خو نويان او رحيمي ، په دې  برخه کې د ولسي جرګې له پرېکړې ملاتړ کوي وايي، چې په دې توګه کوچيان کولاى شي ښې ټاکنيزې سيالۍ وکړي .

 د هغوى په اند، په دې توګه کېداى شي ځينې کوچيان په ځينو سيمو کې مېشت او له يوې سيمې بلې سيمې ته کډوالي پرېږدي .

په تېره شاوخوا يوه لسيزه کې د ملي شورا او ولسمشرۍ ټاکنې دوه ځله ترسره شوې او په دې ټاکنو کې د کوچيانو لپاره ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه و.

د ټاکنو د قانون طرحه په داسې حال کې تصويب شوه، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره لومړنۍ تيارۍ پيل شوې دي .  ټاکل شوې چې دغه ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه تر سره شي.

 د قانون مسوده د ولسي جرګې تر تصويب وروسته د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته استول کېږي او د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون بڼه غوره کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version