ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې ١٥ وسله وال  وژل شوي

په لوګر کې ١٥ وسله وال وژل شوي

author avatar
16 Jun 2013 - 13:27
په لوګر کې ١٥ وسله وال  وژل شوي
author avatar
16 Jun 2013 - 13:27

پل علم (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٢): د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې د ګډو عملياتو په ترڅ کې  ١٥ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق د غبرګولي په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې  عمليات پرون د محمد اغې په سرخاب سيمه کې پيل شوي دي.

د ده په وينا، دغه عمليات ځکه پيل شوي، چې له يادې سيمې د عينک د مسو پروژه او کان کيندونکي  تر ګواښ لاندې و.

د صادق په خبره، چې عمليات د ګډو ځواکونو له خوا ترسره کېږي او د ايساف هوايي مرسته هم ورسره ده.

نوموړى زياتوي، چې د عملياتو پر مهال ځاى ځاى د وسله والو له مقاومت سره مخ شوي، خو امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

هغه زياته کړه، چې په سيمه کې به له عملياتو وروسته سيمه ييز پوليس هم ځاى پر ځاى کړي.

دغه راز د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وايي، چې په محمد اغه کې پيل شوي عمليات په بري سره روان دي او تر بشپړ امنيت پورې به دوام ولري.

د سيمې يو اوسېدونکى جمال وايي، خلک په اندېښنه کې او د جګړې له وېرې له خپلو کورونو نه راوځي.

هغه وايي، تېره ورځ دوه ځلې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ لنډې نښتې وشوې، خو ده يې د پايلې په اړه ناخبري وښوده.

وسله والو طالبانو په محمداغه کې دوى ته د اوښتي زيان په اړه څه نه د ويلي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.