کابل (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): يو ځانمرګى بريدګر، چې غوښتل يې د صدارت په څلورلارې کې د ملي امنيت پر عمومي رياست بريد وکړي، د امنيتي منسوبينو له خوا تر پېژندلو وروسته ووژل شو.
د ملي امنيت عمومي رياست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اوه بجې رامنځته شوې ده.
سرچينې د بريدګر د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړي ،خو وايي چې ځانمرګي بريدګر پوځي جامې اغوستې وې.
د ملي امنيت عمومي رياست زياتوي، چې ياده قضيه تر څېړنې لاندې ده.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د ويلو ده، تېر کال د مرغومي مياشتې په ٢٧مه پنځو بريدګرو، چې په ځانمرګو واسکټونو، ماينونو او کلاشينکوفونو سمبال وو، صدارت څلورلارې ته نږدې د ملي امنيت د موظفينو له خوا ووژل شول.
هغوى نيت تر درلود، چې له چاودېدونکو توکو ډک د تونس موټر په وسيله پر دولتي تاسيساتو بريد وکړي.
په دې پېښه کې چې د ملي امنيت يو سرتېرى په کې وژل شوى او ١٧ ملکي وګړي ټپيان شوي وو،مسووليت يې وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى و.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن