کابل (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٢) : ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تشکيلاتو، دندو او واکونو او د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون قانون توشېح کړ .
د وزيرانو شورا د دارالانشا او چارو ادارې په خپله خبرپاڼه کې ويلي، چې حامد کرزي دغه قانون د اساسي قانون د ٦٤ مادې د ١٦ فقرې د حکم له مخې، توشېح کړى دى.
دغه قانون، څلور ورځې وړاندې د ملي شورا د دواړو مجلسونو د ګډ پلاوي له لوري په ٥ فصلونو او ٣٥ مادو کې تصويب شو او د توشيح لپاره بيا جمهوري رياست ته ولېږل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تشکيلاتو، دندو او واکونو قانون او د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون له دې وړاندې هم د توشېح په موخه يو ځل جمهوري رياست ته استول شوي وو، خو بيا رد شول او له يو لړ تعديلاتو وروسته بيرته ولسي جرګې ته واستول شول.
ولسي جرګې هم د غبرګولي په شلمه په يوه غونډه کې ياد تعديلات تصويب او له هغه وروسته يې بيا مشرانو جرګې ته ولېږل او په پايله کې د دواړو مجلسونو د يوه ګډ پلاوي له لوري ياد قانون تصويب شو او د توشيح لپاره يې ولسمشر ته وړاندې کړ.
له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان څانګې هم له ولسمشر کرزي څخه د ټاکنو د قانون د ژر لاسليک کولو غوښتنه کړې وه.
دمګړۍ د ولسمشرۍ او ولايتي شوارګانو د ټاکنو لپاره د رايو ورکولو د کارتونو د وېش لړۍ دوام لري او ټاکل شوې، چې د دغو ټاکنو د کانديدانو نوم ليکنه هم د روان کال د وږي مياشتې په ٢٥ مه پيل او د تلې مياشتې په ١٤ مه به پاى ومومي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو کره نېټه د ١٣٩٣ هجرى کال د وري ١٦ مه ټاکل شوې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن