پلخمري (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٢): د بغلان ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په تاله و برفک ولسوالۍ کې يې د وسله والو له خوا د کانونو وزارت د درېيو تښتول شوو انجنيرانو د خوشې کولو هڅې پيل کړې دي.
د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل کريم داد نن (د زمري ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه درې انجنيران درې ورځې وړاندې په ياده ولسوالۍ کې د ډبرو د سکرو د يوه کان له سروې د راستنېدو پر مهال د ناپېژانده وسله والو له خوا وتښتول شول.
دى زياته کړه، چې وسله والو د هغوى پاراډو موټر هم له ځان سره بيولى دى.
امنيه قوماندان وويل، چې دغو انجنيرانو د امنيتي ځواکونو له خبرولو پرته يادې ولسوالۍ ته سفر کړى و، خو د سپين ږيرو په منځګړيتوب يې د خوشې کولو هڅې پيل شوې دي.
سمونمل کريم وويل، تر اوسه يې د تښتوونکو د هويت او دا چې د تښتول شوو انجنيرانو په بدل کې څه غواړي او چېرته دي؟ معلومات نه دي ترلاسه کړي.
د شمال د ډبرو سکرو د کانونو د تصدۍ رييس انجنير عبدالخالق هم وويل، چې د دولت او تښتوونکو تر منځ خبرې د سپن ږيرو په منځګړيتوب روانې دي، خو تر اوسه هم د هغوى غوښتنې نه دې څرګندې شوې.
ځايي چارواکي وايي، چې د يادو انجنيرانو د تښتولو پرمهال د يوه بل موټر چلوونکى چې انجنيران يې لېږدول په تېښته بريالى شوى دى.
د دغو انجينرانو د تښتونې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
تاله و برفک ولسوالۍ د ډبرو سکرو دوه کانونه لري، چې د يو شمېر خلکو اقتصاد له همدغو کانونو تامينيږي.
ياده ولسوالۍ د پلخمري ښار سوېل لوېديځ ته په ١٢٠ کيلومترۍ کې پرته ده او د باميانو له سيغان ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن